جلال اباد (پژواک، ۲۷ کب ۹۷): د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار کې د ملکي وګړو پر موټر د ماين چاودنې د ښځو او يوه ماشوم په ګډون شپږ تنه ټپيان کړل.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د کب په ۲۷مه پژواک ته وويل چې نن تر غرمې وروسته شاوخوا دوه بجې د جلال اباد ښار څلورمې ناحيې اړوند روښان مېنې سيمه کې د ملکي وګړو پر کرولا ډوله موټر چاودنه شوې.
دی وايي، چاودنه د مقناطيسي ماين له امله شوې چې د دوو مېرمنو او يوه ماشوم په ګډون يې شپږ کسان ټپيان کړي دي.
هغه زياتوي، چاودنه کې د يو ټپي وضعيت د اندېښنې وړ دی او ټول ټپيان روغتون ته انتقال شوي.
د چاودنې مسوولیت تر اوسه چا نه دى منلى .
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن