د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

"افغانان داسې سوله نه غواړي چې تر شا یې یو بل لوی جنګ پټ وي"

"افغانان داسې سوله نه غواړي چې تر شا یې یو بل لوی جنګ پټ وي"

Mar 18, 2019 - 20:27

کندهار (پژواک، ۲۷ کب ۹۷): د کندهار خلک وايي، هغه سوله نه غواړي چې تر شا یې یو بل لوی جنګ پټ وي.

دغه څرګندونې په هغې غونډه کې وشوې چې نن مازدیګر د کندهار ښار په یوه خصوصي سالون کې د افغانستان د ملي امنیت شورا د سلاکار حمد الله محب د وروستیو څرګندونو په ملاتړ جوړه شوې وه.

په دې غونډه کې په سلګونو دیني عالمانو، مخورو، ځوانانو، مدني فعالانو، فرهنګیانو او ښځینه فعالانو ګډون کړی وو.

د کندهار فرهنګي او سیاسي فعال محمد یار یار وویل، د افغانستان خلک داسې سوله نه غواړي چې تر شا یې یوه بله لویه جګړه پټه وي.

هغه زیاته کړه، که څه هم په دې وروستیو کې په هېواد کې د سولې په تړاو هڅې پيل شوي، خو حکومت او ولس په کې دخیل نه دي.

د ده په خبره، طالبان، د افغانستان حکومت او امریکا د سولې د خبرو طرفونه دي، که یو هم په دغو خبرو کې دخیل نه وي، نو بې پایلې به وي.

دی وايي، د سولې په تړاو وروستیو هڅو ته په کتو تل پردیو د افغانستان پر جګړې پانګونه کړې او پر سولې هم هغوی پانګونه کوي او هڅه کوي یواځې خپلې ګټې خوندي کړي.

ده وویل، د دې هېواد ازلي دښمنان چې تل یې د افغانانو د وینو پر تویو پانګونه کړې، د سولې وروستیو خبرو ته خوشحاله دي، دا په دې معنا ده چې دغسې سوله د دوی په ګټه او زموږ په زیان ده.

هغه د حمدالله محب د وروستیو څرګندونو په تړاو د امریکا متحده ایالات مخاطب کړل او زیاته یې کړه: ((د امریکا متحده ایالاتو ته به د بشر د حقونو هغه شعار ور یاد کړو چې تر بل هر چا یې دوی ډېر دعوه کوي، په دغو حقونو کې کې یو حق د بیان ازادي ده، خو کله چې زه وایم، ما د سولې په خبرو کې دخیل کړه، نو هغوی عکس العمل ښيي او خوله مو بندوي.))

دی وايي: ((ډېره هېښوونکې ده چې زما لپاره سوله غواړې، خو ما نه در ګډوې او نه مې خبروې.))

خو ده یادونه وکړه چې افغانان تر بل هر وخت اوس ويښ شوي او نور نه تېر وځي او په دې لړ کې چې حمد الله محب کومه خبره کوي، نو د یوه باحیثیته ملت او حکومت استازولي کوي.

نوموړي پر سیاسیونو او په خپله پر طالبانو هم غږ وکړ چې د افغانستان ګټې په نظر کې ونیسي، نه د پردیو ګټې.

د حاجي محمد قسیم په نوم قومي مشر وویل چې ټولو لس د حمد الله محب د وروستیو څرګندونو ملاتړ کوي، ځکه هغه د افغانانو او د افغانانو د حکومت د حیثیت ساتلو هڅه کړې ده.

دی هم وايي، افغانان داسې سوله غواړي چې اهداف په کې معلوم وي، نه داسې چې خولې د طالبانو وي او خبرې د نورو، د خبرو مېز ته دوی ناست وي، خو کنټرول یې له نورو سره وي.

د کندهار یوه ټولینر فعال منور احمد واحدي بیا اندېښنه وښودله چې که څه هم په دې وروستیو کې د سولې خبرې توندې شوي، خو له بدغه مرغه دغه خبرې په بهرنیو هېوادونو کې د حکومت او د ولس له ګډون پرته روانې دي.

ده پر نړیوالو سازمانونو غږ وکړ چې د افغانستان د سولې خبرې دې د ولس په منځګړتوب وشي، نه دا چې د بندو دروازو تر شا په پردیو هېوادونو کې ترسره شي.

د ده په باور، دغسې خبرې بې له شکه د یوه بل جنګ پیلامه ده.

د ښځو په استازولۍ د صدیقې په نوم یوې فعالې وویل چې حمد الله محب د هر افغان د زړه خبره کړې او ټول د رښتوني سولې ارمانجن دي.

د یادونې ده چې څو ورځې وړاندې د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب له امریکايي خبریالانو سره په ناسته کې پر زلمي خلیلزاد تور پورې کړ چې غواړي د خپلو شخصي ګټو لپاره د سولې په روان بهیر کې افغان حکومت څنډې ته کړي.

ده ویلي و، په افغانستان کې داسې انګېرنه ده چې ښايي خلیلزاد د داسې یوې لنډمهالې ادارې د جوړولو په لټه کې دی چې مشري به یې په خپله کوي.

خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د هغه د دغو څرګندونو په تړاو غبرګون وښود او دا یې د دواړو هېوادو اړیکو او د سولې بهیر ته زیان رسوونکې بللې دي.

بل خوا په کابل کې د امریکا سفارت د خپل هېواد د بهرنیو چارو وزارت په استازیتوب یوه خبرپاڼه کې د افغان سولې لپاره د یاد وزارت پر ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمد الله محب نیوکه د امریکا پر بهرنیو چارو وزارت نیوکه ګڼلې ده.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement