ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان په ټسټ لوبه کې ايرلينډ ته په ماتې ورکولو تاريخي بريا خپله کړه

افغانستان په ټسټ لوبه کې ايرلينډ ته په ماتې ورکولو تاريخي بريا خپله کړه

author avatar
18 Mar 2019 - 12:28
افغانستان په ټسټ لوبه کې ايرلينډ ته په ماتې ورکولو تاريخي بريا خپله کړه
author avatar
18 Mar 2019 - 12:28

کابل (پژواک، ٢٧ کب ۹۷): افغانستان په ټسټ کرکټ کې ايرلينډ ته په ماتې ورکولو سره تاريخي بريا ترلاسه کړه.

د افغانستان او ايرلينډ ترمنځ ټسټ کرکټ (پنځه ورځنۍ) لوبه د هندوستان په دهرادون ښار کې ترسره شوه. دغه په ټسټ کرکټ کې د افغانستان دويمه لوبه وه، لومړۍ لوبه يې له هندوستان سره کړې وه چې د هند په بريا پاى ته رسېدلې وه.

افغانستان د نړۍ په کچه درېيم هېواد شو چې د ټسټ کرکټ په دويمه لوبه کې بريا ترلاسه کوي.

ايرلينډ پرون د لوبې په درېيمه ورځ افغانستان ته د ګټلو لپاره ١٤٧ منډف هدف ورکړى و چې د ورځې تر پايه پورې ملي لوبـډلې ٢٢ منډې جوړې کړې او شهزاد محمدي سوځېدلى و.

رحمت شاه او احسان الله نن د لوبې څلورمه ورځ ډېره ښه پيل کړه او افغانستان ته يې د بريا يو ښه بنسټ کېښود؛ دواړو لوبغاړو خپلې پنځوسۍ هم بشپړې کړې او افغانستان يې بريا ته بېخي ورلنډ کړ، خو رحمت شاه په ٧٦ منډو او محمد نبي په يوه منډه وسوځېدل.

حشمت الله شهيدي چې نوى ميدان ته را کوز شوى و، په لومړي توپ يې څلوريزه ووهله او افغانستان ته يې بريا ورپه برخه کړه. احسان الله په ٦٥ منډو ناسوځېدلى پاتې شو.

تر دې مخکې ايرلينډ په لومړي اننګز يا لوبه کې ١٧٢ او په دويم کې ٢٨٨ منډې جوړې کړې وې، افغانستان په لومړي اننګز يا لوبه کې ٣١٤ منډې جوړې کړې وې او په دويمه کې يې ١٤٩ منډې ترلاسه کړې.

د دې لوبې د توپوهنې په برخه کې افغان لوبغاړى رحمت شاه ښه وځلېد، هغه په لومړي اننګز کې ٩٨ او په دويمه کې ٧٦ منډې جوړې کړې، دغه راز حشمت الله شهيدي ٦١، اصغر افغان ٦٧ او احسان الله ٦٥ منډې جوړې کړې.

په توپ اچونه کې بيا راشد خان اووه لوبغاړي، يمين احمدزي ٦ ، وقار سلام خېل ٤ او محمد نبي درې لوبغاړي وسوځول.

رحمت شاه د دې لوبې غوره لوبغاړى اعلان شو.

د لوبې په وروستيو مراسمو کې افغان لوبدلمشر اصغر افغان وويل چې دا د ملي لوبډلې او ټولو افغانانو لپاره يوه تاريخي ورځ ده.

هغه زياته کړه چې افغان توپ اچوونکو راشد خان او يمين احمدزي په زړه پورې لوبه وکړه او د ايرلينډ لوبډله يې په کمو منډو وسوځوله.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.