جلال اباد (پژواک، ۲٧ کب ۹۷): د ننګرهار په تورخم ښارګوټي کې د فساد قضيو اړوند د بېلابېلو ادارو پنځه مامورين نيول شوي دي.
چارواکي وايي، دغه ګام د دغه ولايت د مومنددرې ولسوالۍ اړوند په تورخم ښارګوټي کې له فساد سره د مبارزې په موخه اخيستل شوی او لا هم په دې برخه کې د اصلاحاتو راوستو پلان موجود دی.
دا مامورين وروسته له هغه ونيول شول، چې پژواک اژانس په تورخم کې د فساد په اړه يو مستند راپور خپور کړ.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د کب په ۲۷مه پژواک اژاس ته وويل، د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل په مشرۍ په دغه ولایت کې د فساد پر ضد د پیل شوې مبارزې په ترڅ کې په تورخم ښارګوټې کې پنځه کسان نيول شوي دي.
دی زياتوي، د پولیسو له لوري د تورخم کمېسارۍ، ګمرک او ترانسپورټ ادارو پنځه کارکوونکي او منسوبین ونیول شول چې د فساد ډېر شکايتونه ترې موجود وو.
د خوږياڼي په وينا، د کورنیو چارو وزارت د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې ځانګړو ګومارل شوو منسوبینو په تورخم ښارګوټې کې د کمېسارۍ دوه، د تورخم ګمرک دوه او د ترانسپورټ ادارې یو کس په فساد کې د ښکېلتیا له امله نیولي.
هغه زياتوي، د دغو کسانو په اړه پلټنې پيل شوې او ډېر ژر به يې دوسيې څارنوالۍ ته ولېږدول شي.
د يو بل خبر له مخې، د ننګرهار په امنيې قوماندانۍ کې د اصلاحاتو راوستو او فساد مخنيوي په موخه د اداري مرستیال په ګډون د څلورو مدیریتونو او پولیسو د خاصې قطعې لپاره نوي مسوولین وټاکل شول .
د والي وياند وايي، د ننګرهار امنیه قوماندان پاسوال غلام سنایي ستانکزي په مشرۍ نوو ګومارل شوو او له مرکز څخه راغلي د جنایي جرمونو پر ضد د مبارزې منسوبینو پرون په ولایت مقام کې د ننګرهار له والي شاه محمود میاخېل سره د هغه په کارځای کې ولیدل .
د خوږياڼي د معلوماتو له مخې، د کورنیو چارو وزارت د حکم له مخې ډګروال سيد خليل احمد د قوماندانۍ اداري مرستيال، تورن مجيد د ځانګړې قطعې قوماندان، سمنوال فضل کریم د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیر، سمونيار فرهاد د مخابرې مدير او ډګروال عتيق الله ايماق د ترافيکو مدير په توګه ټاکل شوي چې رسماٌ یې دنده پیل کړه .
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن