ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بلخ وروستي امنيتي کړکېچ د نوروز پر جشن منفي اغېز کړى

د بلخ وروستي امنيتي کړکېچ د نوروز پر جشن منفي اغېز کړى

author avatar
18 Mar 2019 - 10:50
د بلخ وروستي امنيتي کړکېچ د نوروز پر جشن منفي اغېز کړى
author avatar
18 Mar 2019 - 10:50

مزارشريف (پژواک، ۲۷ کب ۹۷): د افغانستان په شمالي ولايت بلخ کې عام خلک وايي چې د امنيه قوماندان ټاکل کېدو پر سر رامنځته شوى کړکېچ د نوروز پر راتلونکي جشن منفي اغېز کړی دی.

د مزارشريف ښار اوسېدونکي وايي چې د تېر کال په پرتله سږ کال د خلکو ګڼه ګوڼه کمه ده.

د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مسوولين وايي چې د نوروز جشن په بهير کې به بېلابېل هنري پروګرامونه نندارې ته وړاندې کړي.

بلخوا د بلخ امنيتی چارواکي بيا خلکو ته ډاډ ورکوي چې له کومې وېرې پرته د نوروز مراسمو کې ګډون لپاره مزار شريف ته راشي.

تېره پنجشنبې په مزارشريف کې د بلخ د نوي امنيه قوماندان د ټاکل کېدو په غبرګون کې د پخواني والي عطامحمد نور او کورنيو چارو وزارت ځانګړو ځواکونو ترمنځ څو ساعته نښته رامنځته شوه چې يو لړ مالي او ځاني زيانونه يې هم له ځان سره لرل.

دغه کړکېچ په داسې مهال رامنځته شو چې مزارشريف د نوروز جشن نمانځنې لپاره تر شديدو امنيتي تدابيرو لاندې و.

په ورته وخت کې د بلخ يو شمېر اوسېدونکي وايي چې د تېرو کلونو د نوروز په پرتله سږ کال په مزارشريف کې د خلکو ګڼې ګوڼه کمه ده.

حاجي محمد اسلم په مزارشريف کې د حضرت علي روضې لوېديځ لور ته يو هوټل او مسافرخانه لري چې هر کال په دې ورځو کې پرې د مېلمنو بېروبار ډېر زيات و.

هغه وايي چې سږ کال په داسې حال کې چې درې ورځې نوي کال او د نوروز جنش ته پاتې دي، خو تر اوسه يې هوټل ته هېڅ مېلمه هم نه دی راغلی چې د نوروز جشن لپاره يې تشريف راوړی وي.

نوموړی زياتوي چې د بلخ نا امنۍ او په ځانګړي ډول د تېرې ورځې کړکېچ يې لوی لامل دی.

هغه وويل: ((کله چې د دولت او سياسيونو ترمنځ د يوه قوماندان پر سر نښته رامنځته کېږي، نو ښکاره خبره ده چې خلک وېرېږي، له همدې امله مزارشريف ته نه دي راغلي.))

حاجي اسلم زياته کړه چې سږ کال يې کاروبار ښه نه دی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.