د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د پژواک خبریال نوید احمد بارکزي د کال د خبریال لقب خپل کړ

د پژواک خبریال نوید احمد بارکزي د کال د خبریال لقب خپل کړ

Mar 18, 2019 - 16:39

کابل (پژواک، ٢٧ کب ٩٧): د پژواک خبري اژانس یوه راپور په کلنۍ سیالۍ کې لومړی مقام وګاټه او د دغه خبر جوړوونکي نوید احمد بارکزي ته د کال د خبریال لقب ورکړ شو.

د «لسګونه ټيټ رتبه دولتي مامورینو د معاش معادل پیسې د سولې شورا په دسترخوان مصرفېږي» په نوم د پژواک دغه راپور د روان کال د مرغومي په ۲۴مه خپور شو.

د یاد راپور له مخې، د سولې د عالي شورا د رییس، مرستیالانو، د دارالانشا رییس، غړو او اجرائیه پلاوي په ګډون د دې شورا ۷۲ غړو ته هره میاشت له ۷.۱ میلیون ډېرې افغانۍ د دسترخوان په نوم ورکول کېږي

دغه راز یاد راپور ښيي چې د دسترخوان په نوم تر ټولو زیاتې پیسې د سولې عالي شورا رییس محمد کریم خلیلي او د دې شورا د هماغه مهال د دارالانشا رییس محمد اکرم خپلواک ترلاسه کړې دي.

د شورا د رییس د دسترخوان پیسې ۴۷۸زره او د دارالانشا د رییس نږدې ۴۵۸زره افغانۍ کېږي.

یاد راپور ښيي چې د سولې عالي شورا د ۷۲ کسانو د دسترخوان، د کارکوونکو د معاش او تېلو د میاشتني لګښت ټولې پیسې شاوخوا ۲۶ میلیونه افغانیو ته رسېږي او دا امتیازات په داسې حال کې دي چې د افغانستان څلوېښت سلنه اوسېدونکي د فقر تر کښې لاندې ژوند کوي.

د پژواک دغه راپور په هغې سیالۍ کې شامل شو چې سږ کال د افغانستان د خبریالانو د مرکز له خوا جوړه شوې وه.

یاد مرکز د سیالۍ په پای کې د پژواک خبري اژانس خبریال او د دغه راپور جوړوونکي نوید بارکزي ته د کال د خبریال لقب ورکړ.

په هغو مراسمو کې چې نن په همدې مناسبت نیول شوي وو، نوید احمد بارکزي ته تندیس او د اسلامي بانک له خوا ورته ۱۰۰۰ امریکايي ډالر جایزه ورکړل شوه.

په دې سیالۍ کې د کال د خبریال سربېره د بي بي سي خبریال محمد حمیدي، د اریانا نیوز خبریال شاهپور فرهمند، د شمشاد ټلوېزیون خبریال زمان سهیل، ازاد خبریال عبدالطیف احساس، د سلام وطندار خبریال سید معروف سعیدي، د یک ټلوېزیون خبریال طارق ثاقب، د سحر راډیو خبریالې الهه ساحل، ازادې خبریالې زینب فرهمند، د ښځو د خبري اژانس خبریالې سمین صدف، د هشت صبح ورځپاڼې خبریال ارش ته د تقدیرپاڼو تر څنګ د غوره خبریالانو لقبونه ورکړل شول.

د افغانستان خبریالانو د مرکز رییس احمد قریشي په یاد مناسبت او د خبریالانو د ورځې «د کب ۲۷ مې» په مراسمو کې وویل، دغه سیالي د خبریال د ملي ورځې په مناسب جوړه شوې ده.

د ده په خبره، په دې سیالۍ کې چې شاوخوا یوه نیمه میاشت مخکې جوړه شوې وه، د هېواد د بېلابېلو رسنیو خبریالانو خپل راپورونه سیالۍ ته وړاندې کړل.

نوموړي وویل، د خبریالانو راپورونه د بې طرفه داورانو له خوا ارزول شوي دي.

د داورانو له ډلې پروېز کاوه وویل، داوران د پوهنتون استادان او هغه کسان دي په رسنیو کې د کار زیاته تجربه لري.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement