ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چاودنې جلال اباد ښار کې شپږ ملکي وګړي ټپيان کړل

چاودنې جلال اباد ښار کې شپږ ملکي وګړي ټپيان کړل

author avatar
18 Mar 2019 - 17:34
چاودنې جلال اباد ښار کې شپږ ملکي وګړي ټپيان کړل
author avatar
18 Mar 2019 - 17:34

جلال اباد (پژواک، ‌۲۷ کب ۹۷): د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار کې د ملکي وګړو پر موټر د ماين چاودنې د ښځو او يوه ماشوم په ګډون شپږ تنه ټپيان کړل.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د کب په ۲۷مه پژواک ته وويل چې نن تر غرمې وروسته شاوخوا دوه بجې د جلال اباد ښار څلورمې ناحيې اړوند روښان مېنې سيمه کې د ملکي وګړو پر کرولا ‌‌‌‌‌‌ډوله موټر چاودنه شوې.

دی وايي، چاودنه د مقناطيسي ماين له امله شوې چې د دوو مېرمنو او يوه ماشوم په ګډون يې شپږ کسان ټپيان کړي دي.

هغه زياتوي، چاودنه کې د يو ټپي وضعيت د اندېښنې وړ دی او ټول ټپيان روغتون ته انتقال شوي.

د چاودنې مسوولیت تر اوسه چا نه دى منلى .

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.