د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ډاکتر عبدالله د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرې د بین الافغاني خبرو لپاره مقدمه وبلله

ډاکتر عبدالله د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرې د بین الافغاني خبرو لپاره مقدمه وبلله

Mar 18, 2019 - 15:14

کابل (پژواک، ٢٧ کب ٩٧): د حکومت اجرائيه ريیس عبدالله عبدالله د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې د بين الافغاني خبرو مقدمه بولي، وایي د سولې اصلي پروسه هغه مهال پیلېږي چې افغانان خپلو کې سره خبرو ته کېني.

اجرائیه ريیس عبدالله عبدالله دغه څرګندونې نن د کابل په بادام باغ کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت  د "سولې او سمستورتیا" په نوم د نیالګيو اېښودلو ملي کمپاين د پيل په مراسمو کې وکړې.

عبدالله هيله څرګنده کړې چې نوى کابل به سږنيو ورښتونو ته په پام سمسور وي.

ده زياته کړه: "د سمسورتیا تر څنګ افغانان راتلونکي کال کې سولې ته هم سترګې په لار دي."

دى وايي چې د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې اوسنۍ خبرې د سولې د بين الافغاني خبرو لپاره يوه مقدمه ده او د سولې اصلي پروسه به هغه مهال پيل شي چې افغانان په خپلو کې سره کېني او خپل هېواد د راتلونکې په اړه خبرې وکړي.

عبدالله وايي، سره له دې چې سږ کال په افغانستان کې ځينې ناخوالې هم وې، خو د سولې خبرې، د ولسي جرګې په ټاکڼو کې د خلکو پراخ ګډون او د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره چمتووالى د سږ کال لاسته راوړنې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ولسي جرګې ټاکنې د تلې په مياشت کې شوې، خو په دغو ټاکنو کې د پراخو درغليو راپورونه شته او تر اوسه يې د شاوخوا نيمايي ټاکنيزو حوزو پايلې نه دي اعلان شوې.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت  وزیر نصیراحمد دراني په نننۍ غونډه کې وویل چې ياد کمپاين د هوا له ککړتیا د مخنیوي او سمسورتیا په موخه پيل شوى دى.

ده له ټولو هېوادوالو وغوښتل چې د نیالګیو کېنولو تر څنګ د نيالګيو ساتنه هم وکړي.

د کرنې اوبو لګول او مالدارۍ وزارت د طبیعي سرچينو ريیس محمد رفیع قاضي زاده وویل چې دغه وزارت سږ کال د هېواد په کچه دوه ميليونه زینتي نيالګي دولتي ادارو او ځينو ټولنو ته د اېښودو لپاره وېشلي دي.

قاضی زاده وویل چې  له دغو نیالګو تر ۳۷۰زره زیات د کابل ښار وزیراکبر خان، مرنجان، قصبې، قرغې، بادام باغ او نورو سېمو کې اېښودل شوي دي.

دى وايي چې شاوخوا شل ميليونه نور زینتي نيالګي هم له دغه وزارت سره همکارو موسسو د اېښودو لپاره چمتو کړي دي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement