کابل (پژواک، ٢٧ کب ٩٧): د سولې عالي شورا وايي چې د سولې په کېدونکې مشورتي جرګه کې به افغان کډوالو ته هم د ګډون بلنه ورکړل شي.
د سولې عالي شورا وياند سيد احسان طاهري د کب په ٢٧مه پژواک خبري اژنس ته وويل چې ايران ته د خپل سفر پر مهال د عمر داوودزي په مشرۍ د سولې عالي شورا پلاوي په تهران کې د افغان کډوالو له استازو سره وليدل.
هغه زياته کړه چې په دې ناسته کې په ايران کې د افغانستان لوى سفير او د کډوالو د بېلابېلو قشرونو استازو برخه اخيستې وه.
طاهري وايي چې عمر داوودزي د افغان کډوالو استازو ته د سولې د روانې پروسې او د کېدونکې مشورتي جرګې په اړه هم په تفصيل سره معلومات ورکړل.
د نوموړي په وينا، دغه راز په دې ناسته کې د سولې د روانو هڅو په اړه د افغانانو د اندېښنو په اړه هم بحث وشو.
د سولې شورا وياند وايي چې د يادې ناستې د ګډونوالو اندېښنې، وړانديزونه او مشورې راټول شول او د هغوى په رڼا کې به بيا پرېکړې کېږي.
طاهري زياته کړه چې د دې ناستې ټولو ګډونوالو په يوه خوله د افغانستان د حکومت په مشرۍ او مالکيت د سولې له پروسې ملاتړ وکړ.
د هغه په وينا، د ناستې پر مهال عمر داوودزي اعلان وکړ چې په ايران او نورو هېوادونو کې مېشتو افغان کډوالو ته هم د سولې په کېدونکې مشورتي جرګه کې د ګډون بلنه ورکول کېږي.
نوموړى وايي چې افغان کډوال په بېلابېلو برخو کې کولى شي خپل رغنده رول ترسره کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن