کابل (پژواک، ٢٨ کب ٩٧): د ولسمشر اشرف غني په شتون کې بدخشان ته د برېښنا رسونې او شیوه بند جوړولو هوکړه لیک نن له غرمې مخکې لاسلیک شو.
له ارګه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په هغو مراسمو کې چې په دغه مناسبت په چهارچنار ماڼۍ کې جوړ شوي وو، یاد تفاهملیک د انرژۍ او اوبو وزارت سرپرست محمد ګل خُلمي، د افغانستان برېښنا شرکت ريیس انجنیر امان الله غالب او د اغاخان د اقتصادي انکشاف صندوق استازي لاسلیک کړ.
سرچينې زياته کړې، د دغه تفاهم لیک موخه د اغاخان اقتصادي انکشاف صندوق د ۶۳۱ میلیونه ډالرو پانګونې په ارزښت د بدخشان خلکو ته د برېښنا تولید دی.
د بدخشان ولایت د برېښنا انرژۍ د اړتیاوو پوره کولو په خاطر د دې پروژې د تړون موده ۳۰ کاله وړاندیز شوې چې په څو پړاوونو کې تطبیقېږي او هر پړاو به یې اووه کاله وخت ونیسي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن