ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوست کې شخصي کلينيکونه او درملتونونه د اعتراض په ډول وتړل شول

خوست کې شخصي کلينيکونه او درملتونونه د اعتراض په ډول وتړل شول

author avatar
19 Mar 2019 - 18:15
خوست کې شخصي کلينيکونه او درملتونونه د اعتراض په ډول وتړل شول
author avatar
19 Mar 2019 - 18:15

خوست ښار(پژواک، ۲۸ کب ۹۷): د خوست ښار د شخصي کلينيکونو مسوولينو او درمل پلورونکو د مستوفيت له لوري د وضعه شوې ماليې په غبرګون کې کار بنديز کړی او خپل کلينيکونه او درملتونونه يې د اعتراض په ډول تړلي دي.

دوی وايي، کومه ماليه چې د مستوفیت له لوري پر دوی وضع شوې نسبت نورو ولایتونو ته زیاته ده، چې دا د قانون خلاف عمل دی او په خبره یې تر هغه يې چې غږ نه وي اورېدل شوی، د ښار ټول شخصي کلینیکونه او روغتونونه به تړلي وي.

د هغوی په وينا، په وضع شوې مالیه کې تېرو کلونو ته په کتو څو برابره زیاتوالی راغلی چې پرې کول يې د دوی له توان څخه پورته خبره ده.

د نثارالله علیزي او حضرت الله ریان په نوم د خوست ښار دوو تنو ډاکټرانو پژواک خبري اژانس ته وويل: ((ځينو ولايتونو کې له ډاکټرانو ۶ او ۷ زره افغانۍ ماليه اخيستل کيږي او نهايي زياته ماليه په جلال اباد کې چې له اېم ډي ډاکټر څخه ۱۰ زره او د متخصص نه ۱۵۰ زره افغانۍ ماليه اخيستل کيږي، خو موږ باندې يې، ۵۰ زره، ۴۰ زره، سل زره او ۱۵۰ زره افغانۍ ماليه وضع کړې ده.))

دوى وايي، تاسو خپله فکر وکړئ، که چېرې دا ماليه ورسره ومنل شي ، ايا خلک ددې توان لري.

ډاکټر عليزي له دولت څخه غوښتنه وکړه چې نامشروع هدف دې له دې لارې نه پوره کوي.

د خوست ښار دغه معترض ډاکټران او درمل پلورنکي وايي چې ددغې ستونزې د حل په موخه يې مستوفيت ته ځيني وړاندېزونه هم ورکړي، خو په خبره يې چې مستوفي پرې غوږ نه دی ګرولی.

د خوست د ډاکټرانو اتحادیې مسوول عبدالحکیم ځدراڼ پژواک اژانس ته وويل چې ترهغه به یې د ښار اړوند ټول خصوصي کلينيکونه او درملتونونه تړلي وي، څو چې یې غږ نه وي اورېدل شوی.

ده زياته کړه: ((موږ له دولت څخه غوښتنه کوو چې ماليه پنځه او يا لس سلنه زياته کړي، ځکه شرايط توپير کوي دولت به اړتيا لري، بل وړانديز مو ورته دا کړی کومه ماليه چې نورو ولايتونو کې اخيستل کيږي هغه رانه واخله او اخري مو ورته دا ويلي چې که ته دا نه منې موږ خپل کلينيکونه بندوو تاسو له خارجه نور ډاکټران راولئ، ځکه زموږ همدا وس او توان وه)).

بل لورته د خوست مستوفي احمدضیاء ضیاء پژواک اژانس ته وويل چې ټاکل شوې مالیه د قوانینو په رڼا کې پر ډاکټرانو او درمل پلورنکو وضع شوې او په دې برخه کې یې هیڅ سرغړونه نه ده کړې.

ده په ورته وخت کې دا هم وویل چې ګڼ شمېر روغتیاپالان له قانوني جواز پرته د خوست په ښار کې فعالیت کوي.

هغه وايي: ((موږ د اړونده قوانينو مطابق له ټولو هغو حکمي او حقيقي اشخاصو نه چې عوايد يې د ماليې تابع ګرځي ماليه راټولوو، چې يو هم د ډاکټرانو صنف دی، ولې له بده مرغه چې دوی د يو روشنفکره قشر په توګه باندې دغه چاره ناديده ګڼي، قانون ته غاړه نه ږدي او شفاهي استدلال کوي چې هيڅ بنياد نه لري چې ګويا نورو ولايتونو کې ماليه يو ډول ده او دلته بل ډول)).

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.