ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بلخ، پکتیکا، بادغیس، غور، هرات او اهل هندوانو د ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان شوې

د بلخ، پکتیکا، بادغیس، غور، هرات او اهل هندوانو د ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان شوې

author avatar
19 Mar 2019 - 19:31
د بلخ، پکتیکا، بادغیس، غور، هرات او اهل هندوانو د ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان شوې
author avatar
19 Mar 2019 - 19:31

کابل (پژواک، ۲۸ کب ۹۷): د ټاکنو خپلواک کمېسیون د بلخ، پکتیکا، بادغیس، غور او هرات ولایتونو او اهل هنودو د حوزې د ولسي جرګې د ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان کړې.

د ټاکنو کمېسیون رییسې حوا علم نورستانۍ نن په کابل کې خبري ناستې ته وویل، د کمېسیون د دې پرېکړې پر اساس په بلخ ولایت کې غلام عباس ابراهیم زاده، احمدشاه رمضان، علم خان ازادي، عبدالحمید شریفي، سید ظاهر مسرور، محمد علي محقق، ګل رحمن همدرد، رییس عبدالخالق، صیفوره نیازۍ، فوزیه حمیدي او برېښنا ربیع ولسي جرګې ته بریالي شوي دي.

د نوموړې په خبره، له پکتیکا ولایته محمد میرزا کټوازي، نادرخان کټوازي، خالق اسد او ثریا اکبر ولسي جرګې ته لاره موندلې ده.

له پکتیکا ولایت څخه هیلې مجتبی لومړي لېست ته لار موندلې وه، خو په وروستي نوملړ کې یې پر ځای ثریا اکبري راغلې ده.

نورستانى دغه راز وویل، له هرات ولایته حبیب الرحمن پدرام، محمد رضا وطندوست، عمر نصير مجددي، حاجي محمد صادق قادري، غلام فاروق مجروح، استاد حمیدالله حنیف، منورشاه بهادري، حاجي شاه پوپل، سيد عظيم کبرزایي، حاجي نذیراحمد حنفي، الحاج غلام فاروق نظري، سيد طه صادق (د  اوبو او انرژۍ وزارت د پخواني وزیر اسماعیل خان زوی)، رحيمه جامي، مسعوده کرخي، ناهید احمدي فرید، سیمین بارکزۍ او شهناز غوثي ولسي جرګې ته بریالي شوي دي.

سرچینې په ډاګه کړه، د اهل هنودو له حوزې نرندرسنګه خالصه وروستي لېست ته لار موندلې ده.

حوا علم نورستانۍ زیاته کړه، له بادغيسه ضیاء الدین اکازی، عبدالنصیر عثماني، امیر شاه نایب زاده او استاد فریده بیکزاد او له غور ولایت څخه ابراهیم ملک زاده، عطا محمد دهقانپور، کرام الدین رضا زاده،  ګلزمان نایب، فاطمه کوهستاني او رقیه نایل توانېدلي چې وروستي لېست ته لار پیدا کړي.

ابرهیم ملک زاده چې په غور ولایت کې تر ټولو ډېرې رایې وړې وې، څه وخت مخکې مړ شو.

د ټاکنو قانون په پنځوسمه ماده کې راغلي: (( کله چې د ولسي جرګې ټاکل شوی غړی ونه شي کولای خپله څوکۍ ترلاسه کړي، یا د ځینو لاملونو له وجې خپله څوکۍ د کاري دورې پر مهال پرېږدي، مړ شي یا استعفا ورکړي یا د قانون مطابق په بله دنده وګومارل شي او یا خپل غړیتوب له لاسه ورکړي، یا داسې معلول یا معیوب شي چې په دوامداره توګه یې د دندې د ترسره کېدو مخه ونیسي، په هغه صورت کې چې د ولسي جرګې کاري موده تر یو کال ډېره پاتې وي، د نوموړي کس څوکۍ د کمېسیون د ترتیب شوي لېست له مخې بل هغه ورته جنیست لرونکي (ښځینه او نارینه) نوماند ته ورکول کېږي چې ډېرې رایې ولري.))

د ټاکنو کمېسیون رییسې وویل، هغه کسان چې وروستي نوملړ ته یې لار موندلې، وکیلان دي او د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون نور شکایتونه څېړي.

هغې زیاته کړه، اوس یې د ولسمشرۍ ټاکنو د مهالوېش لپاره ناسته لرله، خو د شپږو حوزو د ولسي جرګې د ټاکنو د وروستیو پایلو اعلان ته یې لومړيتوب ورکړ.

نوموړې د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: ((که ټاکنې هرڅومره رڼې وي، بیا هم ستونزې لري، د ولسي جرګې په ټاکنو کې د ستونزو پر اساس چې له امله یې د ټاکنیزو کمېسیونونو پخواني غړي له دندو ګوښه شول، هڅه کوي د امکان تر کچې ستونزې حل کړي.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.