ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د جلال اباد ښار ته زیان رسوونکی شین چای وارد شوی

د جلال اباد ښار ته زیان رسوونکی شین چای وارد شوی

author avatar
19 Mar 2019 - 15:19
د جلال اباد ښار ته زیان رسوونکی شین چای وارد شوی
author avatar
19 Mar 2019 - 15:19

جلال اباد (پژواک، ۲۸ کب ۹۷): د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار ته يو شمېر سوداګرو مضر کيمياوي توکي لرونکی بې کېفيته شين چای وارد کړی چې خلک یې اندېښمن کړي دي.

دوکانداران هم مني چې په عام بازار کې دغه چای پلورل کېږي چې استعمال يې د معدې، زړه او نورو ناروغيو سربېره سرطاني ناروغۍ هم پيدا کوي.

د یاد چای سوداګر بيا وايي، ياد چای پر افغانستان سربېره د پاکستان او سعودي عربستان په بازارونو کې هم پلورل کېږي او هېڅ روغتيايي مشکل نه پيدا کوي.

پژواک د دغه چای ويډيو هم پيدا کړې چې په تازه اوبو کې هم رنګ پرېږدي او د چای رنګ د څو ساعتونو لپاره پر خپل لومړني حال وي.

د جلال اباد ښار د ډنډ غاړې یوه چای پلرونکي له پژواک سره په خبرو کې ومنله چې بازار په ډېره پيمانه دغه چای راوړل شوی او له نور چای سره يې هېڅ فرق نه کېږي.

د دوکاندارانو له ډلې جمشېد وايي، د مضر کيمياوي توکو لرونکو چايو فرق له نورو سره يوازې په هغه صورت کې کېدلی شي چې په اوبو کې يې واچول شي او شين رنګ پرېږدي.

دی وايي، خپله يې تجربه کړې چې د کيمياوي توکو لرونکي چای له څښلو لږ وروسته معده په درد کېږي او دوی داسې معلومات هم ترلاسه کړي چې دغه چای د معدې، زړه او نورو عادي ناروغيو سربېره سرطاني ناروغۍ هم رامنځته کوي.

عام خلک اندېښمن دي که رښتيا هم دغه چای روغتيا ته ضرر ولري، نو ولې ورته حکومت د واردېدو اجازه ورکړې ده.

د ننګرهار ولايت يو مدني فعال خانزاده افغان وايي، که د ګمرک، عامې روغتيا او ښاروالۍ ادارې په دې برخه کې لاس ونه لري، نو څنګه يې ورته اجازه ورکړې ده.

بلخوا هغه سوداګر چې د کمېکل لرونکي چای کاروبار کوي وايي، ياد چای هېڅ ستونزه نه لري او له افغانستان ور ها خوا د پاکستان او سعودي عربستان په بازارونو کې هم پلورل کېږي.

د عظیم شعيب په نوم د کيمياوي توکو لرونکي چای د واردوونکي شرکت مشر حاجي عظيم له پژواک سره په خبرو کې ومنله چې دوی دغه چای له ويتنامه وارد کړی، خو ډاډ ورکوي چې هېڅ ستونزه نه لري.

په همدې حال کې د جلال اباد ښار د چای پلورونکو اتحاديې مشر مولاګل لخ پژواک سره خبرو کې تاييد کړه چې ښار ته د کيمياوي توکو لرونکی چای وارد شوی؛ خو په دې برخه کې د ګمرک، عامې روغتيا او ښاروالۍ ادارو ته د مسووليت ګوته نيسي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.