جلال اباد (پژواک، ۲۸ کب ۹۷): د ننګرهار ولايت مدني ټولنو جلال اباد ښار کې د مرستو را ټولولو خېمه درولې او وايي چې راتلونکو پنځو ورځو کې راټولې شوې پيسې به هېواد کې د وروستيو طبيعي پېښو قربانيانو ته ورکړي.
دوی وايي، له دې کاره يې موخه دا په ډاګه کول دي چې په ټول هېواد کې قومونه سره يو دي او يو د بل په غم شريک دي.
د مدني ټولنو غړو دکب په ۲۸مه د جلال اباد ښار مخابراتو څلور لارې کې خېمه وهلې او تېرېدونکو ښاريانو باندې د چندې غږ کوي.
د چندې راټولولو د خېمې يوه تنظيموونکي برهان الدين سيرت وايي، دا کمپاين به پنځه ورځې دوام وکړي او راټولې کړې پيسې به د هېواد د وروستيو طبيعي پېښو قربانيانو ته ورکړل شي.
د هغه په خبره،د چندې او مرستې د تنظيم او رسولو لپاره ورسره د سرې مېاشتې ټولنې همکاري هم موجوده ده.
يو بل مدني فعال عبدالرحمن معاون د ننګرهار ولايت په ټولو سوداګرو غږ وکړ چې د مرستې په دغه لړۍ کې ورسره برخه واخلي او د اړمنو هېوادوالو لاسنيوی وکړي.
دی وايي، وروستيو ورښتونو د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې زرګونه هېوادوال زيانمن کړي او بېړنيو مرستو ته اړتيا لري.
مدني فعال نوراغا ځواک وويل، د دغې چندې راټولولو له لارې د هېواد ګوټ ګوټ ته دا پيغام رسوي چې ټول افغانان په خپلو کې سره وروڼه دي.
نوموړی باوري دی چې دا ډول فعاليتونه کولی شي هېواد کې ملي وحدت ته لاره هواره کړي او هم اړمنو هېوادوالو ته مرسته ورسولی شي.
د يادولو ده چې په دې وروستيو کې د هېواد ګڼ شمېر ولايتونو کې بارانونه او واوره شوې چې له امله يې سيلابونه راغلي او يو زيات شمېر کورنۍ يې زيانمنې کړې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن