ښرنه(پژواک، ٢٨ کب ٩٧): د ١٢٠ ميليونه افغانيو په لګښت پکتيکا پوهنتون ته د ليليې جوړولو چارې پيل شوې.
د اړوندې موضوع په اړه جوړو شويو مراسمو ته د پکتيکا والي مجيب الرحمن څمکني وويل چې دغه ليليه د يو کال په موده کې په پنځو پوړونو کې جوړيږي.
والي وايي چې د دغې ليليې پر جوړلو ١٢٠ ميليونه افغانۍ لګول کيږي او د څلور زره کسانو د استوګنې وړتيا به ولري.
هغه زياته کړه: ((د دې ليليې په جوړېدو سره به د محصلينو ستونزې تر ډېره هوارې شي.))
دغه راز د پکتيکا پوهنتون رييس علي جان عادل وويل چې د دغې ليليې په جوړېدو سره به د ولسواليو او نورو ولايتونو د محصلينو د استوګنې ستونزه هواره شي.
ده وويل چې د دې ليليې د جوړېدو له چارو څخه په دوامداره توګه څارنه کوي، ترڅو هرڅه يې معياري جوړ شي.
په دې اړه د پکتيکا پوهنتون يو تن محصل محمد نور پژواک ته وويل: ((زه د وردګو اصلي اوسېدونکى يم، دلته پوهنتون وايم، درې کاله مې تېر شوي دي، دا ټول کلونه مې د ښرنې په بازار کې کوټه نيولې وه، هلته مې تېر کړي دي.))
د يادونې ده چې تېره ورځ د لومړي ځل لپاره په پکتيکا کې دنجونو لپاره د لېسې د جوړولو چارې هم پيل شوې.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن