ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

روښان: د خوست د پوهنې رياست کې لاسوهنې د پرمختګ مخه نيولې

روښان: د خوست د پوهنې رياست کې لاسوهنې د پرمختګ مخه نيولې

author avatar
19 Mar 2019 - 16:58
روښان: د خوست د پوهنې رياست کې لاسوهنې د پرمختګ مخه نيولې
author avatar
19 Mar 2019 - 16:58

خوست ښار (پژواک، ۲۸ کب ۹۷): د خوست د پوهنې رييس ادعا کوي چې د ځينو وکيلانو او ځايي چارواکو تر څنګ د دغه ولايت ځيني قومي مشران او ديني عالمان يې په چارو کې بېځايه مداخله کوي.

د پوهنې رييس نصيراحمد روښان چې نن (د کب ۲۸مه) يې د روان کال په اړه خلکو ته د حساب ورکونې يوې غونډې ته خبرې کولې، که څه هم د چا نوم وانه خيست، خو زياته يې کړه چې دغه کار د پوهنې پر روان بهير منفي اغېز کړی دی.

هغه زياته کړه: ((ما مخکې دا فکر کاوه چې معارف کې يواځې وکيلان صاحبان مداخله کوي خو داسې نه ده، بلکې په معارف کې متنفذين، قومي مشران، ولايتي اداره مداخله کوي، داسې هم کيږي چې يو معلم تبديل شي لس کسه قومي مشران ورسره راځي چې دا دې نه وي تبديل، هغه به زموږ لوزم ديد وي.))

د روښان په وينا، داسې هم شوي چې يو سرمعلم تبديل شوی د ښار نه يو دوکاندار زنګ وهلی چې دا مه تبديلوه. په دې يوه اونۍ کې له سلو ډېر سفارشونه راغلي دي.

د پوهنې رييس وايي، بله لويه ستونزه چې د پوهنې په بهير کې له تېرو څو کلونو راهيسې په دې ولايت کې د ظرفيتونو نشتوالى دى.

نوموړي زياته کړه ډېرى ښوونکي په هغه معيار نه دي چې د دوی قوانين او پاليسۍ يې غوښتنه کوي، سره له دې چې په دې برخه کې پوره امکانات هم موجود دي.

هغه زياتوي: ((په ډېريو مواردو کې چې موږ ښوونيځو ته ورغلي يو لوی اکثريت زده کوونکي ليک لوست سم نه شي کولی. موږ امکانات ورکړي، هلته ښوونکی، تخته، ټولګي، پوزی، د ښوونځي مدير او منظم چاپيريال شته، اما څه چي اغېزمن دي هغه د درس کيفيت دی، خو له بده مرغه چې په ډېريو ساحو کې ظرفيتونه ټيټ دي .))

د روښان په وينا، د ظرفيتونو تنظيمول او ترې اغېزمنه ګټه پورته کول وخت ته اړتيا لري، خو د دوی هڅه به دا وي چې دې برخه کې بارز رول ترسره کړي.

نوموړي غونډې د نجونو د تعليم پر وړاندې د پرتو خنډونه څخه هم يادونه وکړه او ويې ويل لويه ستونزه چې په لرې پرتو ولسواليو کې نجونې درس ته نه حاضريږي، هغه د ښځينه ښوونکو کمی دی.

هغه وايي: ((موږ يواځې تېر کال ۳ سوه تنه ښځينه ښوونکې د حق الزحمه ښوونکو په توګه استخدام کړې، چا چې په ازموينه کې ګډون وکړ قرارداد مو ورته واچوه او ولسواليو ته مو واستولې چې لاړې شئ خپلو ولسواليو کې تدريس ورکړئ، خو زموږ درد نشي دوا کولی، تر هغې چې ددې لپاره مشتر کار ونه کړو)).

د پوهنې رييس زياته کړه چې روان کال په دې ولايت کې د لسو هغه ښوونځيو چارې روانې چې د نجونو په نوم جوړيږي او د همدې لپاره ۱۳۹۸ لمريز کال کې پوهنې رياست پلان لري، چې ۴ سوه ښځينه ښوونکې نورې استخدام کړي.

بله ستونزه چې نصير روښان ورڅخه يادونه وکړه هغه د ښوونکو د ښارګوټو او معاشونه ده چې پر وينا يې تراوسه هم په خپل ځای پاتې ده.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.