کابل (پژواک ٢٨ کب ٩٧): ولسمشر غني هنرمندانو ته په خطاب کې وويل چې دوى دې د جنګ بیه او د سولې ارزښت تمثیل کړي.
له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني نن مازدیګر د هنرمندانو ملي بحث په برنامه کې چې په سلام خانې ماڼۍ کې جوړه شوې وه، ګډون او وینا وکړه.
سرچينه زياتوي، په دې برنامه کې په پيل کې آرش بارز د نورو هنرمندانو په استازیتوب خبرې وکړې او د هنرمندانو د ملي بحث په اړه یې چې د دوه ورځو لپاره د لویې جرګې په تالار کې جوړ شوی وو، معلومات وړاندې کړل.
وروسته عبدالرشید عظیمي او ارزو د هنرمندانو د ستونزو او ننګونو او حل لارو په اړه پریزنټیشن وړاندې کړ او له هنرمندانو څخه د ملاتړ لپاره یې د جمهور رئیس د هڅو مننه وکړه او د ده دغه اقدام یې د هېواد په تاریخ کې بې ساری وباله.
ولسمشر غني راغلو هنرمندانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، هنرمندان د درناوي او قدر وړ دي او پر ټولو ویاړي.
هغه زیاته کړه، نن هنرمندان له حاشیې څخه متن ته راغلي او دا چې مخکې هنرمندانو په حاشیه کې قرار درلود، د هېواد د ۴۰ کلنې جګړې پایله وه.
نوموړي د ملي هنر د خونې د ایجاد په اړه د هنرمندانو د وړاندیز هرکلی وکړ او ويې ویل، د دارالامان ماڼۍ یوه برخه به چې دا مهال تر بیارغونې لاندې ده، د ملي هنر د خونې لپاره ځانګړې شي.
ده همداراز د هنري پارکونو د ایجاد په اړه د دوی د وړاندیز هرکلی وکړ او زیاته یې کړه، تر شلو زیاتو ولایتونو کې به د ارګ د سلام خانې ماڼۍ په څېر ودانۍ جوړېږي او د هنري فعالیتونو لپاره به هم ترې استفاده وشي.
غني د اطلاعاتو او فرهنګ او لوړو زده کړو وزارتونو او د ملي راډیو ټلویزیون عمومي ریاست ته لارښوونه وکړه چې د هنرمندانو د اجتماعي ستونزو د حل په موخه دې کاري کمېټه ایجاد کړي.
ده څرګنده کړه، د افغانستان تاریخ د بې ساري هنري سوژو شاهد دی او د هېواد د خپلواکۍ د سلمې کلېزې د نمانځنې په مراسمو کې به د هېواد هنرمندانو ته هم ونډه ورکړل شي.
محمد اشرف غني وویل: "شعر، غزل او نثر پر موږ زیات تاثیر لري او زه غواړم تاسې د جنګ بیه او د سولې ارزښت تمثیل کړئ."
هغه د دې ټکي په بیانولو سره چې سینيمایي فلمونه د ارګ په ارشیف کې په معیاري توګه ساتل کېږي، وویل، زموږ د نقاشۍ او رسامۍ هنرونه او نظم او نثر لوړ ارزښت لري او واضح اړتیا ده چې د ادبیاتو پوهنځی دې د ښکلو هنرو له پوهنځي سره مستقیمه اړیکه ولري.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن