هرات (پژواک، ۲۸ حوت ۹۷): د هرات سیمه ییز چارواکي وايي، د وروستیو دوو ورځو ورښت له امله راوتلو سېلابونو د دغه ولایت په ځینو سیمو کې لس کسان مړه کړي دي.
د هرات د والي ویاند غلام جیلاني فرهاد سخنګوی وايي چې په تېرو دوو ورځو کې د سختو بارانونو له امله په هرات ښار او د دغه ولایت په ولسوالیو کې راغلو سېلابونو خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.
نوموړي زیاته کړه، د دغو سېلابونو له امله په غوریان ولسوالۍ کې څلور ښځې، په رباط سنګي ولسوالۍ کې دوه ماشومان، په زنده جان ولسوالۍ کې دوه سړي او د هرات ښار په څنډه کې هم دوه سړی مړه شوي دي.
د ده په خبره چې یادو سېلابونو سلګونه جرېبه کرنیزه ځمکه، د استوګنې کورونه، باغونه او ویالې ویجاړ کړي دي.
هغه روښانه کړه چې له طبیعي پېښو سره د مبارزې ادارې ټيمونه د زیانونو کچې د معلومولو لپاره زیانمنې سیمې ته تللي او له څېړنو وروسته به پر اړوندو کسانو مرستې ووېشل شي.
دا په داسې حال کې ده چې د مدني ټولنو بسټونو په ټول هېواد کې د طبیعي پېښو له امله زیانمنو کسانو ته د مرستو راټولولو کمپاین پیل کړی دی.
د افغانستان د ټولنیز او ملي ارګان غړي اسلام الدین بها چې د کابل ښار په پښتونستان څلورلارې کې د یوې خېمې مسوولیت پر غاړه لري وویل، له خپلو هېوادوالو سره مرسته د هر کس ځانګړی مسوولیت دی.
نوموړي زیاته کړه، مدني ټولنو له دولت سره په همغږۍ دې ته په پام چې یوازې دولت د طبیعي پېښو له زیانمنو سره د مرستې توان نه لري، سراسري کمپاین پیل کړی دی.
هغه وویل، که څه هم تر اوسه زموږ په هېواد کې د مرستو فرهنګ بنسټیز نه دی او د خلکو هرکلي ترې کم دی خو د دې ډول حرکتونو جوړول به په راتلونکي کې خلک مرستو ته وهڅوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن