ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارواکي: سږ کال شمال کې د ۶۴ بهرنیو په ګډون ۳۷۷۱ وسله وال وژل شوي

چارواکي: سږ کال شمال کې د ۶۴ بهرنیو په ګډون ۳۷۷۱ وسله وال وژل شوي

author avatar
19 Mar 2019 - 14:12
چارواکي: سږ کال شمال کې د ۶۴ بهرنیو په ګډون ۳۷۷۱ وسله وال وژل شوي
author avatar
19 Mar 2019 - 14:12

مزارشريف (پژواک، ۲۸ کب ۹۷): په شمال زون کې د ۲۰۹ شاهين قول اردو مسوولين وايي چې د ۱۳۹۷ لمريز کال په اږدو کې يې په شمال او شمال ختيځ زون کې ۸۸ پوځي عمليات ترسره کړي چې له امله يې ګڼ شمېر وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د شاهين قول اردو مرستيال بريد جنرال ادم خان متين د کب په ۲۸مه يوه خبري کنفرانس کې په ۱۳۹۷ لمريز کې د خپلو لاسته راوړنو په تړاو معلومات شريک کړل.

هغه زياته کړه چې د ۹۷ کال په اوږدو کې شاهين قول اردو له خوا په شمال او شمال ختيځو ولايتونو کې ټول ۸۸ پوځي عمليات ترسره شوي دي.

د متين په خبره، د يادو عملياتو پر مهال ۳۷۷۱ وسله وال مخالفين وژل شوي چې ۶۴ په کې بهرني وګړي وو.

نوموړی زياتوي چې د يادو عملياتو په پايله کې ۲۸۲۳ وسله وال مخالفين ټپيان شوي چې ۱۳۷ يې مهم قوماندانان وو.

د هغه په وينا، د ۹۷ لمريز کال په اوږدو کې په شمال او شمال ختيځ زون کې ۲۱۴ وسله وال مخالفين ژوندي نيول شوي او ۷۶۹ يې امنيتي ځواکونو ته تسليم شوي دي.

د شاهين قول اردو مرستيال په خپلو خبرو کې وويل چې په دغو ارقامو کې طالبان، داعش او نور هغه وسله وال ګروپونه شامل دي چې د حکومت پر ضد جګړه کوي.

بريد جنرال متين دا هم وويل چې ۹۷ کال کې امنيتي ځواکونو د وسله والو مخالفينو ۲۴۲۷ بېلابېل ‌ډول وسلې يا نيولې او يا يې هم تخريب کړې دي.

شمال کې د پوځ دغه مسوول زياته کړه چې په روان ۹۷ لمريز کال کې يې ۲۴۱۷ ماينونه شنډ کړي او د وسله والو مخالفينو ۵۸۷ مهم مرکزونه يې هم له منځه وړي دي.

د شاهين قول اردو مرستيال په خپلو خبرو که څه هم د چا نوم وانه خيست خو زياته يې کړه چې د افغانستان يو شمېر ګاونډي هېوادونه وسله والو مخالفينو ته پرمختللي تجهيزات او امکانات ورکوي، څو هغوی له حکومت سره پرې جګړه وکړي.

د هغه په وينا، په ۹۷ لمريز کال کې په شمال او شمال ختيځو ولايتونو کې امنيتي ځواکونو ته هم تلفات اوښتي، خو کره شمېره يې له رسنيو سره شريکه نه کړه.

نوموړي ډاډ ورکړ چې راتلونکي لمريز کال پوځي عملياتو لپاره يې هم بشپړ چمتووالی نيولی دی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.