ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“افغانان نوي کال کې سولې ته هيله مند دي”

“افغانان نوي کال کې سولې ته هيله مند دي”

author avatar
19 Mar 2019 - 18:52
“افغانان نوي کال کې سولې ته هيله مند دي”
author avatar
19 Mar 2019 - 18:52

کابل (پژواک، ٢٨ کب ٩٧): په هېواد کې د سولې روان بهير ته په کتلو، افغانان راتلونکي کال کې سوله ته هيله مند دي او له همدې امله تر نورو کلونو د نوي کال د نمانځلو لپاره د کابل ښار په هره برخه کې د خلکو ګڼه ګوڼه تر سترګو کېږي.

د پژواک خبری اژانس خبریال له کابل ښاريانو او هټۍ والو سره نوي کال ته د هغوى د چمتووالي او کاروبار په اړه غږېدلى چې ترې ښکاري چې افغانان په راتلونکي کال کې د سولې ټينګښت ته هيله مندي دي او په همدې خاطر په ښار کې د خلکو پېر او پلور زيات شوى دى.

صالح محمد صدیقي چې د کابل د منډوي په کوڅه کې د وچې مېوې په اخيستو بوخت و، پژواک اژنس ته يې وویل چې څلور مياشتې مخکې يې کوژده کړې او نن راغلى چې خپلې کوژدنې ته نوروزي واخلي.

نوموړى د نوروز راتلو ته د خوښي څرګندولو ترڅنګ راتلونکي کال کې سولې ته هيله مند دى او وايي، راتلونکي کال کې ټول افغانان سولې ته سترګې پر لار دي.

دى زياتوي، په ښار کې د نوي کال د نمانځلو لپاره د چمتووالي په خاطر د خلکو ګڼه ګوڼه د دې ښکارندويي کوي چې خلک غواړي د سږکال نوروز له تېرو کلونو سره توپیر ولري.

د هغه په وينا، د نوروز او د اخترونو د سوله يیزو ورځو امنیت د دې سبب کېږي چې کورنۍ د څو ساعتونو لپاره سره راټولې او د خوښۍ شېبې تېرې کړي.

٤٢ کلنه شکيلا چې د چهلستون سيمې اوسېدونکې ده او په ښار کې يوې هټۍ ته د ماهي اخيستلو لپاره په تمه وه، پژواک ته وويل: "درېيم زوی مې دی چې کوژده ورته کوم او نن په ډېرې خوښۍ راغلې یم چې خپلې ناوې ته د نوروزي لپاره څه واخلم."

نوموړې د دې خبرې په ډاګه کولو سره چې په هېواد کې ناامنيو له خلکو خوښي اخيستې، زياته کړه، همدغه نوروز دى چې خلکو ته يې خوښي وربښلې، ځکه چې د زوم کورنۍ د ناوې کورنۍ ته بېلا بېل خوراکونه لکه ماهيان، کولچې، وچه مېوه او جامې اخلي او ور وړې يې چې په دې سره دواړه کورنۍ او خپلوان يې څو شېبې په خوښۍ سره تېروي.

هغې د دې په ويلو سره چې روانې د سولې خبرې هيله بښونکې دي، زياتوي چې افغانان اوسمهال تر هر بل وخت زيات سولې ته هيله مند دي او نور نه غواړي چې راتلونکي کلونه يې د نورو کلونو په څېر په غم او وېر کې تېر شي.

د ښار د نادر پښتون واټ يوه ماهي پلورونکي خالد رسولي بيا پژاک ته وويل، له يوې اوونۍ راهيسې د ښار په زياترو او ځانګړي ډول د ماهيانو په هټيو کې د نورو کلونو په پرتله د ښار د اوسېدونکو ګڼه ګوڼه ډېره تر سترګو کېږي.

د ده په خبره، سره له دې چې زموږ هېوادوال له اقتصادي سره سره مخامخ دي، خو د ماهي وړل په نوروزي کې يو شرط دى. له تېرو څو ورځو راپدېخوا د ورځې تر سلو زيات کسان د ماهي اخيستلو لپاره ورځي او له درې تر ٧ کيلو پورې ماهيان ترې اخلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.