ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بغلان کې د وارداتي برېښنا پرې شوي مزي بېرته وصل شول

بغلان کې د وارداتي برېښنا پرې شوي مزي بېرته وصل شول

author avatar
19 Mar 2019 - 14:15
بغلان کې د وارداتي برېښنا پرې شوي مزي بېرته وصل شول
author avatar
19 Mar 2019 - 14:15

پلخمري (پژواک، ٢٨ کب ٩٧): د برېښنا شرکت مسوولين وايي چې په بغلان کې د جګړې له امله کابل او ځينو نورو ولايتونو ته د برېښنا پرې شوی غځېدلی مزی نن بېرته وصل شو.

وړمه شپه د بغلان په ډنډ شهاب الدين سيمه کې د حکومتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه وشوه چې له امله يې پلازمېنې کابل او ځينو نورو ولايتونو د ازبکستان هېواد تللې وارداتي بريښنا پرې شوه.

خو د بغلان د برېښنا شرکت رييس سلطان احمد عزيزي د کب په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې فني ډله سيمې ته رسېدلې وه او دغه برېښنا يې نن له غرمې مخکې بېرته وصل کړه.

نوموړي هغه څرګندونې رد کړې، ګواکې چې د ياد مزي د بېرته نښلولو لپاره له طالبانو سره د پيسو يا د کوم بل شي معامله شوې ده.

دغه راز د برېښنا عمومي شرکت هم د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي چې په بغلان کې د کابل او ځينو نورو ولايتونو پرې شوې برېښنا بېرته وصل شوې ده.

د يادونې ده، په روان کال کې دا څويم ځل دى چې د افغان امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړو له امله په بغلان کې د کابل او نورو ولايتونو وارداتي برېښنا پرې کېږي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.