د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

تیفا د ټاکنیزو کمېسیونونو چارو کې د حکومت او ځینو سیاسي کړیو پر لاسوهنو اندېښنه وښوده

تیفا د ټاکنیزو کمېسیونونو چارو کې د حکومت او ځینو سیاسي کړیو پر لاسوهنو اندېښنه وښوده

Mar 19, 2019 - 19:10

کابل (پژواک، ۲۸ کب ۹۷): تیفا د ټاکنیزو کمېسیونونو نوي غړي د پلان پر نه لرلو او له دغه بهیر سره پر نه بلدتیا تورنوي او وايي، د کمېسیونونو په چارو کې د حکومت او ځینو نورو سیاسي کړیو د لاسوهنې له امله لازم اصلاحات نه دي راغلي.

د افغانستان د رڼو ټاکنو د بنسټ (تیفا) رییس محمد نعیم ایوب زاده نن په کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال د ټاکنیزو کمېسیونونو د نوو غړو له کړنو ناخوښي څرګنده کړه او ویې ویل، د نوي ټېم د کار له پیله راهیسې هېڅ اغېزناک کار نه دی شوی.

نوموړي د دې په روښانولو چې د ټاکنیزو کمېسیونونو د نوو غړو د کار د ټکني توب یو لامل د تجربې او اصلاحي پروګرامونو نه لرل دي، زیاته کړه، د ټاکنیزو کمېسیونونو نوو غړو په خپلو ۱۵ کاري ورځو کې هېڅ لاسته راوړنه نه لري او یوازېنی کار یې د کمېسیونونو د پخوانیو غړو پر پرېکړو د تایید ټاپه وهل دي.

هغه د مهالوېش تغییر او د څلورو (ولسمشرۍ، د غزني د ولسي جرګې، ولایتي او ولسوالیو شوراګانو) د ټاکنو ځنډول د هېواد د اساسي قانون د ۶۱مې مادې خلاف وبلل او د اندېښنې په څرګندولو یې وویل، د ټاکنو د مهالوېش تغییر او د ټاکنو ځنډول هېواد بحران ته بیايي.

خو د ټاکنو کمېسیون غړي مولانا محمد عبدالله دوه ورخې مخکې ویلي وو چې د کمېسیون غړي د وخت د کمښت او تازه راتلو له امله د ولسمشرۍ ټاکنو اوسنی مهالوېش نه شي عملي کولای او باید تر راتلونکو دوو ورځو (د کب تر ۲۹مې) د ټاکنو نوی مهالوېش اعلان کړي.

د اساسي قانون په ۶۱مه ماده کې راغلي، د ولسمشر دنده د نوموړي د واک د پنځم کال د جوزا په لومړۍ نېټه پای ته رسېږي او د نوي ولسمشر د ټاکلو لپاره له همدې نېټې څخه تر ۳۰ یا ۶۰ ورځو پورې ټاکلنې ترسره کېږي.

د تیفا اجرائیوي رییس د دې په روښانولو چې د قانون دې مادې ته په کتو د ولسمشر دنده د جوزا په لومړۍ نېټه پای ته رسېږي زیاته کړه: ((د هرې ورځې په تېرېدو د ټاکنو ترسره کېدو ستونزې زیاتېږي، همدا اوس د ټاکنیزو کمېسیونونو د غړو ترمنځ همغږي نشته، سلیقوي او سیاسي چلند کېږي او موږ د څارونکي بنسټ په توګه اندېښنه لرو.))

نوموړي روښانه کړه، د دوی څېړنې ښيي چې حکومت او ځینې سیاسي کړۍ د ټاکنیزو کمېسیونونو په چارو کې لاسوهنه کوي.

هغه د ټاکنیزو کمېسیونونو له غړو وغوښتل چې سیاستوالو ته د لاسوهنې اجازه ورنه کړي او خپلې چارې باید «عادلانه او بې طرفه» ترسره کړي.

نوموړي په ټاکنیزو کمېسیونونو کې پر فساد د تورنو غړو د دندو د دوام په اړه اندېښنه ښکاره کړه او ویې ویل: ((له بده مرغه یو شمېر پر فساد تورن هغه کسان چې د لویې څارنوالۍ لخوا ممنوع الخروج اعلان شوي تر اوسه هم له دندو نه دي ګوښه شوي او په دوام دار ډول خپلې ټاکنیزې دندې ترسره کوي.))

هغه په ډاګه کړه: ((د ټاکنیزو کمېسیونونو نوو غړو ولسمشر ته واسطه کړې چې د یادو کمېسیونونو هغه پر فساد تورن غړي دې دندو نه ګوښه کېږي چې ممنوع الخروج اعلان شوي، له همدې امله اوس هم خپلو دندو ته دوام ورکوي.))

د افغانستان لویې څارنوالۍ د «کب په ۲۱مه» د ټاکنو کمېسیون پنځه پخواني او اوسني کارکوونکي لکه د ټاکنو کمېسیون د دارالانشا پخوانی رییس احمدشاه زمانزی، د عملیاتي چارو پخوانی رییس اول الرحمن رودوال، د عملیاتي چارو اوسنی مرستیال عبدالعزیز صمیم، د معلوماتي ټکنالوجۍ اوسنی رییس سید ابراهیم سادات او د یاد کمېسیون د سیمه ییزو عملیاتو اوسنی رییس زمری قلمیار ممنوع الخروج اعلان کړل.

ایوب زاده د ټاکنیزو کمېسیونونو اوسنیو غړو ته وړاندیز وکړ چې د ټاکنو له ترسره کېدو مخکې باید په مرکز او ولایتونو کې پر فساد ککړ کسانو عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي او پر ځای یې د یوه رڼه بهیر له لارې وړ او رښتیني کسان جذب کړي.

نوموړي دغه راز وویل، له ناپاکو رایو د پاکو رایو د جلا کېدو لپاره باید د څار او تفتیش یو میکانېزم برابر شي او پر ټاکنو د څار له بنسټونو سره په مشوره باید د پاکو او ناپاکو رایو د جلا کېدو هڅه وشي څو د خلکو او ولسي جرګې د نوماندانو قناعت ترلاسه شي.

په ورته وخت کې په جوزجان ولایت کې د تیفا مسوول نقیب الله اسحاقزي له مرکزي دفتر او ولایتي چارواکو سره د ټاکنیزو کمېسیونونو د ولایتي دفترو د کارکوونکو پر نه همغږۍ نیوکه وکړه او ویې ویل، د ټاکنیزو کمېسیونونو د غړو په تغییر ستونزه نه حلېږي، په ولایتونو کې باید اصلاحات راشي.

د یاد بنسټ د معلوماتو له مخې، همدا اوس د بایومټریک ۵۰۰۰ ماشینونه او د انرژۍ د زېرمې نیمايي ماشینونه ورک دي.

تیفا په داسې حال کې یادې اندېښنې مطرح کړې چې د ټاکنیزو کمېسیونونو پخواني غړي هم د کمزورتیا او فساد د موجودیت له امله له اندو ګوښه او ممنوع الخروج اعلان شول او نسبتي دوسیې یې لویې څارونوالۍ ته ولېږل شوې.

د ۱۸ ولایتونو د ولسي جرګې د ټاکنو وروستۍ پایلې د ټاکنیزو کمېسیونونو د پخوانیو غړو لخوا اعلان شوې وې.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون نن د بلخ، هرات، پکتیکا، غور، بادغیس ولایتونو او اهل هندوانو د حوزې د ولسي جرګې د ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان کړې.

د ټاکنو کمېسیون رییسې حوا علم نورستاني د یادو پایلو د اعلان تر څنګ د ۵۰۰۰ بایومتریک ماشینونو د ورکېدو پوښتنې ته په ځواب کې وویل: ((دا نشم تاییدولای چې په همدې شمېر بایومتریک ماشینونه ورک شوي، خو د دې موضوع په اړه څېړنې کوو.))

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement