د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

"حکومت د قوماندان مطيع الله خان د قاتلينو په نيولو کې پاتې راغلى"

"حکومت د قوماندان مطيع الله خان د قاتلينو په نيولو کې پاتې راغلى"

Mar 19, 2019 - 18:09

ترينکوټ (پژواک، ۲۸ کب ۹۷): د اروزګان د پخواني امنيه قوماندان مل پاسوال مطيع الله د څلورم تلين په يادغونډه کې ګډونوالو او د هغه کورنۍ  غړو پر دولت نيوکه کوله چې د هغه د قاتلينو په نيولو او قانون ته سپارلو کې پاتې راغلى دى.

مل پاسوال مطیع الله خان څلورکاله مخکې په پلازمېنه کابل کې په مرموز ډول ووژل شو، د هغه د څلورم تلين په غونډه کې د ولايتي مسوولینو ترڅنګ د هغه د کورنۍ غړو او سلګونو کسانو برخه لرله.

د هغه مشر زوی محب الله مطيع د ملي یووالي پر حکومت سختې نيوکې وکړې، چې د هغه د پلار قاتلين يې د څلورو کلونو په تېرېدو سره د قانون منګولو ته ونه سپارل.

د نوموړي په وينا، مطیع الله خان نه يواځې د سوېل، بلکې په ځانګړې توګه د اروزګان ولایت يو بانفوذه کس و، هغه د دې نظام جنرال او کلونه د يو ولایت امنیه قوماندان هم پاتې شوی و، خو حکومت د هغه د قاتلينو په پيدا کولو کې ناغېړي وکړه.

د مطیع الله خان تره او پخواني مرستيال والي خدا رحيم خان هم له مرکزي ادارې وغوښتل چې د هغه قاتلین وپېژني او عدالت ته یې وسپاري.

ده غونډې ته وويل، څلور کاله تېر شول، خو تر اوسه يې کورنۍ ته د هغه د قتل په اړه معلومات نه ورکول کېږي.

مدني فعال جاوید خپلواک وویل، د مطیع الله خان د واکمنۍ پرمهال د دغه ولایت ټولو ولسوالیو ته لویې لارې خلاصې، د کندهار لويه لاره امن او په ټول ولایت کې امنیتي وضعیت ښه و.

د اروزګان والي اسدالله سعید، امنیه قوماندان خطاب خنجري او د ملي امنیت رییس جنرال عبدالصمد شمس په خپلو خبرو کې پخوانی امنيه قوماندان هغه جنرال يادکړ، چې خلک ترې خوښ او امنیت يې تامين کړی و.

دوى د مطیع الله خان له  کورنۍ څخه وغوښتل چې له اوسنۍ ادارې سره هم د پرمختګ او امنیت په ټينګښت کې مرسته وکړي .

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement