ميدان ښار (پژواک، ٢٨ کب ٩٧): د سيمې اوسېدونکي وايي، د ميدان وردګو ولايت په نرخ ولسوالۍ کې په هوايي بريد کې څلور ملکي وګړي وژل شوي، خو ولايتي چارواکي وژل شوي کسان طالبان بولي.
د ميدان وردګو د ولايتي شورا غړي شريف الله هوتک پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه هوايي بريد نن تر ماسپښين وروسته په شاوخوا درې نيمې بجو د ميدان وردګو د نرخ ولسوالۍ د خواجه بلند په ساحه کې د ملکي وګړو پر يوه موټر چې مڼې په کې بار وې، شوى دى.
ده زياته کړه، په دې بريد کې د ټونس موټر، چلوونکى او درې کسان چې مڼې يې انتقالولې، وژل شوي او دغه راز يو وسله وال چې موټر ته ورختلى او ناست و، هم وژل شوى دى.
د نرخ ولسوالۍ د خواجه بلند کلي اوسېدونکي ميرويس رحيمي پژواک ته وويل چې نن له غرمې وروسته شاوخوا درې نيمې بجې په دغه سيمه کې پر يو شخصي موټر هوايي بريد وشو چې څلور ملکي وګړي په کې وژل شوي دي.
په فېسبوک کې هم ځينو کسانو له مڼو د ډک ټونس موټر انځورونه خپاره کړي او ويلي يې دي چې نن پر دغه موټر هوايي بريد شوى او څلور ملکي وګړي په کې وژل شوي دي.
خو د ميدان وردګو ولايت د والي وياند محب الله شريفزى وايي، د دولت د وسله والو مخالفينو پر موټر بريد شوى او د هغوى لومړني معلومات ښيي چې په دغه بريد کې څلور د دولت وسله وال مخالفين وژل شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن