د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د جلال اباد ښار ته زیان رسوونکی شین چای وارد شوی

د جلال اباد ښار ته زیان رسوونکی شین چای وارد شوی

Mar 19, 2019 - 15:19

جلال اباد (پژواک، ۲۸ کب ۹۷): د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار ته يو شمېر سوداګرو مضر کيمياوي توکي لرونکی بې کېفيته شين چای وارد کړی چې خلک یې اندېښمن کړي دي.

دوکانداران هم مني چې په عام بازار کې دغه چای پلورل کېږي چې استعمال يې د معدې، زړه او نورو ناروغيو سربېره سرطاني ناروغۍ هم پيدا کوي.

د یاد چای سوداګر بيا وايي، ياد چای پر افغانستان سربېره د پاکستان او سعودي عربستان په بازارونو کې هم پلورل کېږي او هېڅ روغتيايي مشکل نه پيدا کوي.

پژواک د دغه چای ويډيو هم پيدا کړې چې په تازه اوبو کې هم رنګ پرېږدي او د چای رنګ د څو ساعتونو لپاره پر خپل لومړني حال وي.

د جلال اباد ښار د ډنډ غاړې یوه چای پلرونکي له پژواک سره په خبرو کې ومنله چې بازار په ډېره پيمانه دغه چای راوړل شوی او له نور چای سره يې هېڅ فرق نه کېږي.

د دوکاندارانو له ډلې جمشېد وايي، د مضر کيمياوي توکو لرونکو چايو فرق له نورو سره يوازې په هغه صورت کې کېدلی شي چې په اوبو کې يې واچول شي او شين رنګ پرېږدي.

دی وايي، خپله يې تجربه کړې چې د کيمياوي توکو لرونکي چای له څښلو لږ وروسته معده په درد کېږي او دوی داسې معلومات هم ترلاسه کړي چې دغه چای د معدې، زړه او نورو عادي ناروغيو سربېره سرطاني ناروغۍ هم رامنځته کوي.

عام خلک اندېښمن دي که رښتيا هم دغه چای روغتيا ته ضرر ولري، نو ولې ورته حکومت د واردېدو اجازه ورکړې ده.

د ننګرهار ولايت يو مدني فعال خانزاده افغان وايي، که د ګمرک، عامې روغتيا او ښاروالۍ ادارې په دې برخه کې لاس ونه لري، نو څنګه يې ورته اجازه ورکړې ده.

بلخوا هغه سوداګر چې د کمېکل لرونکي چای کاروبار کوي وايي، ياد چای هېڅ ستونزه نه لري او له افغانستان ور ها خوا د پاکستان او سعودي عربستان په بازارونو کې هم پلورل کېږي.

د عظیم شعيب په نوم د کيمياوي توکو لرونکي چای د واردوونکي شرکت مشر حاجي عظيم له پژواک سره په خبرو کې ومنله چې دوی دغه چای له ويتنامه وارد کړی، خو ډاډ ورکوي چې هېڅ ستونزه نه لري.

په همدې حال کې د جلال اباد ښار د چای پلورونکو اتحاديې مشر مولاګل لخ پژواک سره خبرو کې تاييد کړه چې ښار ته د کيمياوي توکو لرونکی چای وارد شوی؛ خو په دې برخه کې د ګمرک، عامې روغتيا او ښاروالۍ ادارو ته د مسووليت ګوته نيسي.

دی وايي، که دغه چای ستونزه ولري نو حکومت دې پرې بنديز ولګوي او دوی به يې هم په مخنيوي کې همکاري وکړي.

د جلال اباد ښار د بېلابېلو اصنافو اتحاديې مشر شکرالله جلندري هم د چای موجوديت رد نه کړ، خو وايي حکومت دې د دې ستونزې د مخنيوي لپاره لاس په کار شي.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼی بيا وايي، ياده موضوع به د عامې روغتيا، ګمرک او ښاروالۍ ادارو په ګډه همکارۍ وڅېړل شي او که رښتيا هم صحت ته په ضرر تمامېږي، نو په جدي توګه به يې مخه ونيول شي.

د معلوماتو له مخې، دا چای په ډېره پيمانه د کابل، کندهار او نورو ولايتونو کې هم پلورل کېږي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement