ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پلخمري چاودنه کې پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پلخمري چاودنه کې پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
19 Mar 2019 - 11:04
د پلخمري چاودنه کې پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
19 Mar 2019 - 11:04

پلخمري (پژواک، ٢٨ کب ٩٧): د بغلان په مرکز پلخمري کې د پوليسو پر رينجر موټر د ماين په چاودنه کې دوه پوليس وژل شوي او دوه نور کسان ټپيان دي.

دغه پېښه تېره شپه شاوخوا اته بجې د پلخمري ښار کې د ملي امنيت دفتر ته څېرمه د پوليسو پر رينجر موټر د چسپکي ماين د چاودنې له امله رامنځته شوه.

په دې اړه د بغلان د عامې روغتیا ریاست مرستیال ډاکتر عبدالحلیم غفاري پژواک ته وويل چې له يادې پېښې روغتون ته يو مړی او درې ټپيان ور وړل شوي دي.

هغه وايي: ((يو پوليس يې په مړ حالت کې راووړ او دوه نور ټپيان وو چې يو ټپي پوليس بيا په روغتون کې ساه ورکړه او بل ټپي هم ملکي وګړى دى.))

بل لور ته د بغلان امنيتي چارواکو په دې اړه له څه ويلو ډډه وکړه.

د دغه بريد مسووليت طالبانو منلى دى.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې په دغه بريد کې د پوليسو د يوه امر نصرالله په ګډون څلور استخباراتي کسان وژل شوي او دوه تنه نور پوليس ټپيان شوي دي.

د يادونې ده، پرون د پلخمري په بازار کې د ملکي وګړو پر موټر د چسپکي ماين چاودنه وشوه چې په ترڅ کې یې د يو ماشوم په ګډون څلور تنه ټپيان شول.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.