د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

"د کندهار ښار شمالي او سوېلي بای پاس سړکونه دې جوړ شي"

"د کندهار ښار شمالي او سوېلي بای پاس سړکونه دې جوړ شي"

Mar 19, 2019 - 17:28

کندهار (پژواک، ۲۸ کب ۹۷): د کندهار ښار اوسېدونکي وايي، شاوخوا اوولس کلونه کېږي چې د دغه ښار د شمالي او سوېلي بای پاس سړکونو د جوړولو ژمنې کېږي، خو پوره شو نه دي.

هغوی وايي، له همدې امله نه یوازې د ښار سړکونه د خرابېدو له ګواښ سره مخ دي، بلکې د خلکو ژوند یې هم له ستونزو سره مخ کړی دی.

اوس مهال د کندهار ښار په شمالي څنډه کې له یوه سړک څخه د فرعي بای پاس سړک په توګه کار اخیستل کېږي چې د بار وړونکو موټرو د تګ راتګ له امله کنډ و کپر شوی دی.

د دې سیمې یوه اوسېدونکي تاج محمد پژواک خبري اژانس ته وویل، د همدغه فرعي بای پاس سړک ۷ کیلومتره برخه د کندهار ښار د دویمې ناحیې د استوګنې له سیمې کارېز بازار څخه تېرېږي چې لوی بار وړونکي موټر پرې تګ راتګ کوي او د سیمې اوسېدونکي ورڅخه کړېږي.

د ده په خبره، پر یاد شوي سړک هره ورځ سلګونه لوی او کوچني موټر تېرېږي چې له امله یې خلک په دوبي کې له دوړو او په ژمي کې د باران له اوبو او خټو کړېږي.

دی وايي، دسړک د خرابوالي له امله خلک نه یوازې د موټرو له درنو غږونو په تکلیف دي،بلکې د دوړو او ګردونو له لاسه په تنفسي ناروغیو اخته شوي دي.

نوموړي وویل، د یادې شوې سیمې اوسېدونکو په وار وار د دغه سړک د جوړولو لپاره احتجاجونه کړي او له چارواکو سره یې کتلي، خو چا یې هم تر اوسه غږ نه دی اورېدلی.

د محمد اسماعیل په نوم یوه بل تن پژواک خبري اژانس ته وویل، کلونه کېږي چې دغه سړک کنډ او کپر دی، خو نه یې ښاروالي او نه یې د فوايد عامې ریاست جوړوي.

هغه زیاته کړه، دغه سړک په همدې موده کې دومره خراب شوی چې خلک د دوړو او ګردونو له لاسه په کورونو کې له خپلو کوټو دباندې نه شي راوتلای، مینځل شوې جامې دباندې نه شي هوارولای او تر ټولو خطرناکه دا چې هره ورځ پر دغه لار باروړونکي موټر چپه کېږي چې ډېر مهال کوچنیان او لویان ترې لاندې کېږي او خپل ژوند له لاسه ورکوي.

نوموړی له حکومته غوښتنه کوي چې ژر تر ژره دغه سړک جوړ کړي او د دغې سیمې اوسېدونکي له عذابه خلاص کړي.

د سیمې د اوسېدونکو تر څنګ په خپله موټر چلوونکي هم د لارې د خرابوالي له امله له ستونزو سره مخامخ دي.

عبدالولي چې د کابل او هرات تر منځ بار وړونکی موټر چلوي، وايي دغه سړک هومره خراب شوی چې هره ورځ ورباندې له بار څخه ډک موټر چپه کېږي چې هم یې موټر چلوونکي ته او هم یې د مالونو مالکینو ته درانه زیانونه اوړي.

بل خوا د کندهار ولایتي شورا وايي، د کندهار شمالي او سوېلي بای پاس سړکونه د افغانستان له مهمو ټرانزیټي لارو ګڼل کېږي او حکومت یې باید ژر تر ژره د جوړولو غم وخوري.

د کندهار ولایتي شورا رییس حاجي سید جان خاکرېزوال وايي، په وار وار د کندهار ښاریانو دوی ته هم شکایتونه کړي او د دغه سړک د جوړولو غوښتنه یې کړې ده.

د ده په خبره، د خلکو د شکایتونو پر بنسټ یې دغه ستونزه له ولایتي او مرکزي ادارې سره شریکه کړې او هغو یې د جوړولو ژمنه کړې ده.

په دې وروستیو ورځو کې له کابل څخه د فوايد عامې وزارت یو تخنیکي پلاوی کندهار ته راغلی او د دغو دواړو مهم سړکونو د سروې چارې یې پيل کړې دي.

په دې اړه د کندهار د فوايد عامې چارو رییس انجنیر محمد صابراحمدزي پژواک خبري اژانس ته وویل، د کندهار ښار د شمالي او جنوبي بای پاس سړکونو اوږدوالی ۸۰ کیلومتره دی چې اوس مهال یې د سروې چارې پيل شوې دي.

هغه زیاته کړه، ټاکل شوې ده دغه سړکونه په څلورو پړاوونو کې (په هر پړاو کې ۲۰ کیلو متره سړک) په پاخه او بنسټيزه توګه جوړ شي.

دی وايي، د اوس لپاره وزارت پلان لري چې د سوېلي بای پاس ۲۰ کیلو متره برخه جوړه کړي، خو ولایتي ادارې له اړوند وزارت څخه غوښتي چې د خلکو ستونزو ته په پام دې لومړی شمالي بای پاس سړک چې ۳۲ کیلومتره اوږدوالی لري په بشپړه توګه جوړ کړي.

دغه سړک د کندهار له دامان ولسوالۍ څخه پیل، د ښار په شمالي څنډه کې تېرېږي او په پنجوايي ولسوالۍ کې د کندهار- هرات له لویې لارې سره نښلېږي.

د معلوماتو له مخې، د دغه سړک د شل کیلومتره سړک جوړولو لپاره ۶۷۰ میلیونه افغانۍ منظور شوې دي.

خو احمدزی وايي، ولایتي اداره هڅه کوي د شمالي بای پاس د پاتې ۱۲ کیلومتره سړک د جوړولو لپاره هم بودیجه تر لاسه کړي او په دې توګه ټول سړک ورغول شي.

د یادونې ده چې حکومتي چارواکو تر دې وړاندې هم د دغه سړکونو د جوړولو ژمنې کړي، خو پوره شوې نه دي.

د بای پاس سړکونو نشتوالی لامل شوی چې د کندهار ښار سړکونو ته د بار وړونکو موټرو د تګ راتګ له امله درانه زیانونه واوړي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement