ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د کندهار ښار شمالي او سوېلي بای پاس سړکونه دې جوړ شي”

“د کندهار ښار شمالي او سوېلي بای پاس سړکونه دې جوړ شي”

author avatar
19 Mar 2019 - 17:28
“د کندهار ښار شمالي او سوېلي بای پاس سړکونه دې جوړ شي”
author avatar
19 Mar 2019 - 17:28

کندهار (پژواک، ۲۸ کب ۹۷): د کندهار ښار اوسېدونکي وايي، شاوخوا اوولس کلونه کېږي چې د دغه ښار د شمالي او سوېلي بای پاس سړکونو د جوړولو ژمنې کېږي، خو پوره شو نه دي.

هغوی وايي، له همدې امله نه یوازې د ښار سړکونه د خرابېدو له ګواښ سره مخ دي، بلکې د خلکو ژوند یې هم له ستونزو سره مخ کړی دی.

اوس مهال د کندهار ښار په شمالي څنډه کې له یوه سړک څخه د فرعي بای پاس سړک په توګه کار اخیستل کېږي چې د بار وړونکو موټرو د تګ راتګ له امله کنډ و کپر شوی دی.

د دې سیمې یوه اوسېدونکي تاج محمد پژواک خبري اژانس ته وویل، د همدغه فرعي بای پاس سړک ۷ کیلومتره برخه د کندهار ښار د دویمې ناحیې د استوګنې له سیمې کارېز بازار څخه تېرېږي چې لوی بار وړونکي موټر پرې تګ راتګ کوي او د سیمې اوسېدونکي ورڅخه کړېږي.

د ده په خبره، پر یاد شوي سړک هره ورځ سلګونه لوی او کوچني موټر تېرېږي چې له امله یې خلک په دوبي کې له دوړو او په ژمي کې د باران له اوبو او خټو کړېږي.

دی وايي، دسړک د خرابوالي له امله خلک نه یوازې د موټرو له درنو غږونو په تکلیف دي،بلکې د دوړو او ګردونو له لاسه په تنفسي ناروغیو اخته شوي دي.

نوموړي وویل، د یادې شوې سیمې اوسېدونکو په وار وار د دغه سړک د جوړولو لپاره احتجاجونه کړي او له چارواکو سره یې کتلي، خو چا یې هم تر اوسه غږ نه دی اورېدلی.

د محمد اسماعیل په نوم یوه بل تن پژواک خبري اژانس ته وویل، کلونه کېږي چې دغه سړک کنډ او کپر دی، خو نه یې ښاروالي او نه یې د فوايد عامې ریاست جوړوي.

هغه زیاته کړه، دغه سړک په همدې موده کې دومره خراب شوی چې خلک د دوړو او ګردونو له لاسه په کورونو کې له خپلو کوټو دباندې نه شي راوتلای، مینځل شوې جامې دباندې نه شي هوارولای او تر ټولو خطرناکه دا چې هره ورځ پر دغه لار باروړونکي موټر چپه کېږي چې ډېر مهال کوچنیان او لویان ترې لاندې کېږي او خپل ژوند له لاسه ورکوي.

نوموړی له حکومته غوښتنه کوي چې ژر تر ژره دغه سړک جوړ کړي او د دغې سیمې اوسېدونکي له عذابه خلاص کړي.

د سیمې د اوسېدونکو تر څنګ په خپله موټر چلوونکي هم د لارې د خرابوالي له امله له ستونزو سره مخامخ دي.

عبدالولي چې د کابل او هرات تر منځ بار وړونکی موټر چلوي، وايي دغه سړک هومره خراب شوی چې هره ورځ ورباندې له بار څخه ډک موټر چپه کېږي چې هم یې موټر چلوونکي ته او هم یې د مالونو مالکینو ته درانه زیانونه اوړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.