ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندوز په چهاردره کې طالبان او ملکي وګړي وژل شوي

د کندوز په چهاردره کې طالبان او ملکي وګړي وژل شوي

author avatar
19 Mar 2019 - 13:49
د کندوز په چهاردره کې طالبان او ملکي وګړي وژل شوي
author avatar
19 Mar 2019 - 13:49

کندوز ښار (پژواک، ٢٨ کب ٩٧): امنيتي چارواکي ادعا کوي چې د کندوز په چهاردرې ولسوالۍ کې د عملياتو پر مهال ٢٧ طالبان وژل شوي خو يوه سرچينه بيا وايي چې په دې جګړه کې شپږ ملکي وګړي هم وژل شوي دي.

د ٢٠٩ شاهين قول اردو د عامه اړيکو مسوول جګړن محمد حنيف رضايي د کب په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه ځانګړو ځواکونو د چهاردرې ولسوالۍ په سرک بالا، وردګانو او ځينو نورو سيمو کې عمليات کړي دي.

هغه وايي چې د دغو عملياتو پر مهال ٢٧ وسله وال طالبان وژل شوي او اوس مهال جګړه پاى ته رسېدلې ده.

د رضايي په وينا، طالبانو د تېښتې پر مهال د حفيظ الله او خيرالله په نومونو دوه عام وګړي وژلي دي.

خو په چهاردرې ولسوالۍ کې يوې امنيتي سرچينې پژواک ته وويل چې تېره شپه ځانګړو ځواکونو د ځمکې او هوا له لارې د دې ولسوالۍ په سرک بالا سيمه کې عمليات کړي دي.

هغه وايي چې په دغو عملياتو کې ٢٠ وسله وال طالبان او شپږ ملکي وګړي وژل شوي او شپږ شکمن کسان ځانګړو ځواکونو له ځان سره بيولي دي.

بل لور ته د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په خپله ټويټرپاڼه کې ليکلي چې طالبانو د چهاردرې ولسوالۍ په سرک بالا، وردګانو، قتل عام او ځاځيو سيمو کې د حکومتي ځواکونو پر عملياتي کاروان بريد کړی دی.

هغه وايي چې په دغه بريد کې اووه امنيتي سرتېري وژل شوي او نهه نور ټپيان شوي دي.

مجاهد د چهاردرې په جګړه کې د طالبانو د وژل کېدو په اړه څه نه دي ويلي خو زياته کړې یې ده چې اوس هم جګړه روانه ده.

د يادونې ده، تېره ورځ هم په چهاردرې ولسوالۍ د يو شمېر طالبانو د وژلو ادعا شوې وه.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.