د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

غني: هنرمندان دې د جنګ بيه او د سولې ارزښت تمثيل کړي

غني: هنرمندان دې د جنګ بيه او د سولې ارزښت تمثيل کړي

Mar 19, 2019 - 20:30

کابل (پژواک ٢٨ کب ٩٧): ولسمشر غني هنرمندانو ته په خطاب کې وويل چې دوى دې د جنګ بیه او د سولې ارزښت تمثیل کړي.

له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني نن مازدیګر د هنرمندانو ملي بحث په برنامه کې چې په سلام خانې ماڼۍ کې جوړه شوې وه، ګډون او وینا وکړه.

سرچينه زياتوي، په دې برنامه کې په پيل کې آرش بارز د نورو هنرمندانو په استازیتوب خبرې وکړې او د هنرمندانو د ملي بحث په اړه یې چې د دوه ورځو لپاره د لویې جرګې په تالار کې جوړ شوی وو، معلومات وړاندې کړل.

وروسته عبدالرشید عظیمي او ارزو د هنرمندانو د ستونزو او ننګونو او حل لارو په اړه پریزنټیشن وړاندې کړ او له هنرمندانو څخه د ملاتړ لپاره یې د جمهور رئیس د هڅو مننه وکړه او د ده دغه اقدام یې د هېواد په تاریخ کې بې ساری وباله.

ولسمشر غني راغلو هنرمندانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، هنرمندان د درناوي او قدر وړ دي او پر ټولو ویاړي.

هغه زیاته کړه، نن هنرمندان له حاشیې څخه متن ته راغلي او دا چې مخکې هنرمندانو په حاشیه کې قرار درلود، د هېواد د ۴۰ کلنې جګړې پایله وه.

نوموړي د ملي هنر د خونې د ایجاد په اړه د هنرمندانو د وړاندیز هرکلی وکړ او ويې ویل، د دارالامان ماڼۍ یوه برخه به چې دا مهال تر بیارغونې لاندې ده، د ملي هنر د خونې لپاره ځانګړې شي.

ده همداراز د هنري پارکونو د ایجاد په اړه د دوی د وړاندیز هرکلی وکړ او زیاته یې کړه، تر شلو زیاتو ولایتونو کې به د ارګ د سلام خانې ماڼۍ په څېر ودانۍ جوړېږي او د هنري فعالیتونو لپاره به هم ترې استفاده وشي.

غني د اطلاعاتو او فرهنګ او لوړو زده کړو وزارتونو او د ملي راډیو ټلویزیون عمومي ریاست ته لارښوونه وکړه چې د هنرمندانو د اجتماعي ستونزو د حل په موخه دې کاري کمېټه ایجاد کړي.

ده څرګنده کړه، د افغانستان تاریخ د بې ساري هنري سوژو شاهد دی او د هېواد د خپلواکۍ د سلمې کلېزې د نمانځنې په مراسمو کې به د هېواد هنرمندانو ته هم ونډه ورکړل شي.

محمد اشرف غني وویل: "شعر، غزل او نثر  پر موږ زیات تاثیر لري او زه غواړم تاسې د جنګ بیه او د سولې ارزښت تمثیل کړئ."

هغه د دې ټکي په بیانولو سره چې سینيمایي فلمونه د ارګ په ارشیف کې په معیاري توګه ساتل کېږي، وویل، زموږ د نقاشۍ او رسامۍ هنرونه او نظم او نثر لوړ ارزښت لري او واضح اړتیا ده چې د ادبیاتو پوهنځی دې د ښکلو هنرو له پوهنځي سره مستقیمه اړیکه ولري.

نوموړي د کابل پوهنتون رئیس ته لارښوونه وکړه چې د هنر اړوند پوهنځیو کې دې د هنر برخې ایجاد کړي، دغه راز دې خصوصي سکتور هم د هنرمندانو تولیدي محصولاتو ته د بازارموندنې په برخه کې پاملرنه وکړي.

غني دې ته په اشارې چې د ملي هنر خونې لومړنۍ کلنۍ بودیجه دې تخصیص شي، د مالیې وزارت سرپرست ته لارښوونه وکړه چې د ملي هنر خونې لپاره دې ټاکلي مقدار پیسو ته هم د هېواد د خپلواکۍ په سلمه کليزه کې اختصاص ورکړي او ټینګار یې وکړ چې د هنر صندوق دې هم ایجاد شي.

ولسمشر دې ته په اشارې چې د هنرمندانو، لکه استاد قاسم، استاد غفور برېشنا، غلام محمد میمنګي، میرعماد، وکیلي پوپلزي او رشید لطیفي چې په بېلابېلو برخو کې یې فعالیتونه کړي او تلپاتې اثار لري، باید قدرداني یې شي او موږ د هغوی زحمتونه هېر نه کړو.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement