د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

هلمند کې له سيلاب ځپلو کوچيانو سره مرستې وشوې

هلمند کې له سيلاب ځپلو کوچيانو سره مرستې وشوې

Mar 19, 2019 - 16:17

لښکرګاه(پژواک، ٢٨ کب ٩٧): هلمند کې د نادعلي او ګرشګ ولسواليو له سيلاب ځپلو کوچيانو سره د سلګونو ټنو حيواني خوراکي توکو مرستې وشوې.

د اړوندې موضوع په اړه جوړو شويو مراسمو ته د هلمند د کرنې رييس زلمي الکو وويل چې د نادعلي او ګرشک ولسواليو پر سيلاب ځپلو د ٢٠٨ ميټريک ټنه حيواني خوراکي توکو د وېش لړۍ نن پيل شوه.

هغه وايي: ((کوچيانو پرله پسې غوښتنه کوله چې څاروي يې خوراکي توکي نه لري نو ځکه موږ نن ورسره دغه مرسته وکړه.))

د نوموړي د معلوماتو له مخې، له دې توکو څخه ١٢٣ ټنه به يې په ګرشک او ٨٥ ټنه به يې په نادعلي ولسوالۍ کې پر کوچيانو ووېشل شي.

ده زياته کړه: ((دغه مرستې د يوه پلاوي له لوري په شفاف ډول پر مستحقو کسانو وېشل کيږي.))

يو تن مرسته اخيستونکي سردارمحمد پژواک ته وويل: ((زموږ مالونو د خوراک لپاره هېڅ هم نه درلودل، له دې مرستو ډېر خوښ يو.))

ده وويل چې د دغه ولايت په بېلابېلو سيمو کې سيلابونو خلک ډېر ځپلي دي، بايد اړينې مرستې ورسره ترسره شي.

همدارنګه د نادعلي ولسوالۍ اوسېدونکي اغا ګل کوچي پژواک ته وويل: ((په تېرو کلونو کې وچکالۍ ځپلو خو سږکال بيا سيلابونو سخت وځپلو، کورونه مو وران شوي او مالونه مو د خوراک لپاره څه نه لري.))

کوچى زياتوي چې دغه مرستې دوى ته بسنه نه کوي، اړوندې ادارې بايد د مرستو لړۍ جارې وساتي.

د يادونې ده چې هلمند کې د وروستيو ورښتونو او سيلابونو له امله لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته، ٣٥٠٠ څاروي مړه شول، دوه زره کورونه او ١٠ زره جريبه ځمکه ويجاړه شوه.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement