ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په بغلان کې له تښتول شوو اووه هندي انجنيرانو څخه يو يې خوشې شوى

په بغلان کې له تښتول شوو اووه هندي انجنيرانو څخه يو يې خوشې شوى

author avatar
19 Mar 2019 - 16:36
په بغلان کې له تښتول شوو اووه هندي انجنيرانو څخه يو يې خوشې شوى
author avatar
19 Mar 2019 - 16:36

کابل (پژواک، ٢٨ کب ٩٧) : د هندوستان د بهرنيو چارو وزارت وايي چې د افغانستان له بغلان ولايت څخه له تښتول شويو اووه تنو هندي انجنيرانو څخه يو تن يې خوشې شوى دى.

دغه هنديان، چې د بغلان ولايت د خواجه الوان د برېښنا سب سټېشن  کې يې کار کاوه، د روان لمريز کال د غويي په ١٦ مه د بغلان ولايت د مرکز پلخمري ښار اړونده له باغ شمال سيمې څخه د وسله والو طالبانو له خوا تښتول شوي وو.

د هندوستان د بهرنيو چارو وزارت له خوا د کب په ٢٨مه، په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې له يادوو کسانو څخه يې يو تن خوشې او هندوستان ته رسېدلى دى.

سرچينې زياته کړې، دوى له افغان حکومت سره له نـږدې په اړيکه کې دي، څو پاتې نور کسان هم خوشې او په خوندي توګه خپلو کورونو ته ستانه شي.

د هندوستان د بهرنيو چارو وزارت د خوشې شوي انجنير هويت او د خوشې کېدو د څرنګوالي په اړه نور جزئيات نه دي خپاره کړي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.