د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

چارواکي: سږ کال شمال کې د ۶۴ بهرنیو په ګډون ۳۷۷۱ وسله وال وژل شوي

چارواکي: سږ کال شمال کې د ۶۴ بهرنیو په ګډون ۳۷۷۱ وسله وال وژل شوي

Mar 19, 2019 - 14:12

مزارشريف (پژواک، ۲۸ کب ۹۷): په شمال زون کې د ۲۰۹ شاهين قول اردو مسوولين وايي چې د ۱۳۹۷ لمريز کال په اږدو کې يې په شمال او شمال ختيځ زون کې ۸۸ پوځي عمليات ترسره کړي چې له امله يې ګڼ شمېر وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د شاهين قول اردو مرستيال بريد جنرال ادم خان متين د کب په ۲۸مه يوه خبري کنفرانس کې په ۱۳۹۷ لمريز کې د خپلو لاسته راوړنو په تړاو معلومات شريک کړل.

هغه زياته کړه چې د ۹۷ کال په اوږدو کې شاهين قول اردو له خوا په شمال او شمال ختيځو ولايتونو کې ټول ۸۸ پوځي عمليات ترسره شوي دي.

د متين په خبره، د يادو عملياتو پر مهال ۳۷۷۱ وسله وال مخالفين وژل شوي چې ۶۴ په کې بهرني وګړي وو.

نوموړی زياتوي چې د يادو عملياتو په پايله کې ۲۸۲۳ وسله وال مخالفين ټپيان شوي چې ۱۳۷ يې مهم قوماندانان وو.

د هغه په وينا، د ۹۷ لمريز کال په اوږدو کې په شمال او شمال ختيځ زون کې ۲۱۴ وسله وال مخالفين ژوندي نيول شوي او ۷۶۹ يې امنيتي ځواکونو ته تسليم شوي دي.

د شاهين قول اردو مرستيال په خپلو خبرو کې وويل چې په دغو ارقامو کې طالبان، داعش او نور هغه وسله وال ګروپونه شامل دي چې د حکومت پر ضد جګړه کوي.

بريد جنرال متين دا هم وويل چې ۹۷ کال کې امنيتي ځواکونو د وسله والو مخالفينو ۲۴۲۷ بېلابېل ‌ډول وسلې يا نيولې او يا يې هم تخريب کړې دي.

شمال کې د پوځ دغه مسوول زياته کړه چې په روان ۹۷ لمريز کال کې يې ۲۴۱۷ ماينونه شنډ کړي او د وسله والو مخالفينو ۵۸۷ مهم مرکزونه يې هم له منځه وړي دي.

د شاهين قول اردو مرستيال په خپلو خبرو که څه هم د چا نوم وانه خيست خو زياته يې کړه چې د افغانستان يو شمېر ګاونډي هېوادونه وسله والو مخالفينو ته پرمختللي تجهيزات او امکانات ورکوي، څو هغوی له حکومت سره پرې جګړه وکړي.

د هغه په وينا، په ۹۷ لمريز کال کې په شمال او شمال ختيځو ولايتونو کې امنيتي ځواکونو ته هم تلفات اوښتي، خو کره شمېره يې له رسنيو سره شريکه نه کړه.

نوموړي ډاډ ورکړ چې راتلونکي لمريز کال پوځي عملياتو لپاره يې هم بشپړ چمتووالی نيولی دی.

د شاهين قول اردو مرستيال په مزارشريف کې د نوروز جشن د کلکو امنيتي تدابيرو يادونه هم وکړه او همدا راز يې زياته کړه چې بلخ ته راغلو لويو لارو په اوږدو کې يې ټول امنيتي ګواښونه له منځه وړي دي.

بريد جنرال متين د پروګرام په پای کې د خبريالانو ورځ په مناسبت يو شمېر خبريالانو ته ستاينليکونه هم ورکړل.

وسله والو طالبانو تر اوسه د ۲۰۹ شاهين قول اردو د دې ادعاوو او يو کلن راپور به تړاو څه نه دي ويلي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement