کابل (پژواک، ٢٩ کب ۹۷): د کورنيو چارو وزير وايي چې د مجرمينو د نيولو لړۍ دوام لري او خلکو ته ډاډ ورکوي چې له شره به يې خلاصوي.
د کورنيو چارو وزير مسعود اندرابي دغه څرګندونې له خبريالانو سره د يوې ناستې پر مهال وکړې.
هغه وويل چې د مجرمينو، تورو ښيښو لرونکو موټرو او نامسوولو وسله والو موجوديت او غلاوې ورته د منلو نه دي، پر وړاندې به يې جدي اقدام کوي او دې برخې ته ځانګړې پاملرنه لري.
د نوموړي په وينا، هره ورځ ورته په ښار کې د غلاوو د پېښو راپور رسېږي او دوى يې پر وړاندې ډېر جدي دي.
هغه له خلکو غوښتنه وکړه چې د مجرمينو په پېژندلو کې ورسره مرسته وکړي، څو يې له شره خلاص کړي.
اندرابي زياته کړه، د مجرمينو کوم لېستونه چې د کورنيو چارو وزارت له خوا اعلان شوي، د هغو کسانو د نيولو، تعقيب او ځاى د تثبيت چارې روانې دي او په جديت دغه موضوع تعقيبوي.
وزير د بلخ د نوي امنيه قوماندان د ګومارنې او معرفۍ په اړه وويل چې نوى امنيه قوماندان د ولسمشر په حکم تعيين شوى و او ده د دولت د يوه مامور په توګه دنده درلوده چې هغه معرفي کړي چې همداسې يې وکړل.
اندرابي په کورنيو چارو وزارت کې د اصلاحاتو يادونه هم وکړه او ويې ويل چې دوى هم په وزارت کې ښه ساختار لري او هم ښه انرژي چې د دغو دواړو وصلول په کار دي.
اندرابي زياته کړه چې د وزارت په رهبرۍ کې د ځوان نسل راوستل او مسووليت ورته سپارل هغه څه دي چې دى يې عملي کېدو ته ژمن دى.
نوموړې وايي چې دى به د پوليسو کړنې په دقيقه توګه څاري او په دې برخه کې عملي اقدام شوى.
ده د کابل ښار د امنيت خونديتوب، د پوليسو د تلفاتو کمښت، د نامسوولو وسله والو، انسان تښتوونکو، زورواکو او مافيايي کړيو پر وړاندې د قاطع اقداماتو په اړه ځينې اشارې وکړې او ويې ويل چې دوى به په ډېر سرعت او ښه تاکتيک مخې ته ولاړ شي او خلک به يې د هرې ورځې په تېرېدو د لاسته راوړنو شاهدان وي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن