ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د دایکنډي په دوو ولسوالیو کې ښځې ډاکترانې نشته

د دایکنډي په دوو ولسوالیو کې ښځې ډاکترانې نشته

author avatar
20 Mar 2019 - 16:43
د دایکنډي په دوو ولسوالیو کې ښځې ډاکترانې نشته
author avatar
20 Mar 2019 - 16:43

نیلی (پژواک، ۲۹ کب ۹۷): د دایکنډي د ناوه مېش او پاتو ولسوالیو یو شمېر ښځې په داسې حال کې د ښځو ډاکترانو او ولادي برخې د ماهرینو له نه شتونه شکایت کوي چې د وروستیو واورو او د لارو بندېدو له امله څو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د ناوه مېش ولسوالۍ په ۱۳۹۵ او د پاتو ولسوالۍ په ۱۳۹۷ کال کې د هلمند او اروزګان ولایتونو څخه جلا او د دوو اداري واحدونو په صفت له دایکنډي ولایت سره یو ځای شوې، خو د امنیتي ګواښونو له امله د نورو ولسوالیو په پرتله په یادو دوو ولسوالیو کې روغتیايي خدمات له ستونزو سره مخ دي.

د یادو ولسوالیو اوسېدونکي د متخصصو ښځو ډاکترانو، ماشومانو او ولادي برخو د ماهرانو له کمښت څخه اندېښنه څرګندوي او وايي، روغتیايي خدمتونو ته نه لاس رسۍ د میندو او نوو زېږېدلو ماشومانو د مړینې د زیاتېدو لامل شوی دی.

د دوی په خبره، حکومت مکلف دی چې ټولنیزو اړتیاوو ته په کتو عادلانه روغتیايي خدمتونو ته د لاس رسي زمینه برابره کړي، خو هرکله چې دغه حق د سمتي، ژبنیو او قومي مسایلو له مخې نیول کېږي، د یوې سیمې له اوسېدونکو سره لوی ظلم ګڼل کېږي.

د پاتو ولسوالۍ یوه اوسېدونکي حیدر علي پژواک خبري اژانس ته وویل، په دې ولسوالۍ کې د ښځو لپاره ډېر کم روغتیايي خدمتونه هم نشته او د امنیتي ستونزو له امله موسسې او دولت دې ولسوالۍ ته توجه نه لري.

وموړي زیاته کړه: ((په پاتو ولسوالۍ کې څلور روغتیايي مرکزونه فعال دي، خو روغتیايي خدمتونه یې د دې ولسوالۍ اوسېدونکو ته بسنه نه کوي او له همدې امله خلک اړ کېږي چې خپل ناروغان د ستونزو سره سره د ولایت مرکز ته انتقال کړي.))

د هغه په خبره، د سړې هوا او درنې واورې ورېدو له امله چې د تګ راتګ لارې یې تړلې وې څو ښځو او ماشومانو مرکز ته د انتقال پر مهال ژوند له لاسه ورکړی دی.  

هغه روښانه کړه چې که په ولسوالۍ کې متخصصې ډاکترانې او د ولادي برخې ماهرینې موجودې وي د انساني مرګ ژوبلې مخه نیول کېږي او د میندو او نوو زېږېدلو ماشومانو د مړینې کچه کمېږي.

د ګلشن په نوم د پاتو ۳۱ کلنه اوسېدونکې په دې ولسوالۍ کې د روغتیايي مرکزونو، متخصصو ډاکترانو، مسلکي قابلو او درملو له نشتون څخه شکایت کوي او وايي: ((یو کال مخکې ددې ولسوالۍ برخلیک څرګند نه و چې له کوم ځایه باید امکانات ترلاسه کړي، خو اوس چې په دایکنډي ولایت پورې وصل شوې باید غوره روغتیايي خدمات ورته وړاندې شي.))

د هغې په خبره، د خلکو اقتصادي وضعیت ښه نه دی چې خپل ناروغان د درملنې لپاره د ولایت مرکز ته انتقال کړي، خو که د ولسوالۍ په مرکز کې د روغتیايي خدمتونو زمینه برابره شي هېڅ ښځه او ماشوم به د ولایت مرکز ته د انتقال پر مهال ژوند له لاسه ورنکړي.

دغه راز نوموړي روښانه کړه چې د روغتیاساتنې په برخه کې د کورنیو د عامه پوهاوي د کچې د کمښت، پر مناسب وخت ډاکتر ته د نه تګ او له کوره د بارداره ښځو د وتلو شرم ګڼل په ځينو مواردو کې د ښځو او نو زېږېدلو ماشومانو د مړینې لامل کېږي.

گلشن وویل: ((که یوه ښځه حامله شي، د ځینو کورنیو نارینه یې تر هغو روغتون ته نه وړي چې ژوند یې له ګواښ سره مخ شي. روغتایي مراقبت ته نه پاملرنه د یوې مور او نوي زېږېدلي ماشوم د مړینې لامل کېږي او لکه څرنګه چې لیدل کېږي ښځې تل په کورنونو کې زېږون کوي.))

د پاتو ولسوالۍ سرپرست سید طاهر اعتمادي وویل، د روان کال د چنګاښ میاشتې راهیسې چې پاتو ولسوالۍ له دایکنډي سره وصل شوې امنیتي ستونزې موجودې دي او له امله یې په دې ولسوالۍ کې د روغتیايي او پوهنې برخې د خدمتونو کړۍ تنګه شوې ده.

نوموړي زیاته کړه: ((د دې ولسوالۍ د اوسېدونکو د شمېر روغتیايي خدمتونه ډېر کم دي او د امنیتي ستونزو له امله تکړه ډاکتران او مسلکي قابلې هم دلته د دندې ترسره کېدو ته زړه نه ښه کوي، خو هڅه کوو چې په راتلونکو کلونو کې د روغتیايي وضعیت د ښه کېدو لپاره د عامې روغتیاي ریاست په مرسته کار وکړي.))

د حبیب الله په نوم د ناوه مېش ولسوالۍ اوسېدونکي هم په روغتیايي برخه کې د مسوولانو له نه پاملرنې شکایت وکړ او زیاته یې کړه: ((په ناوه مېش ولسوالۍ کې د روغتایي خدمتونو برخې ته کمه توجه کېږي او د دې ولسوالۍ اوسېدونکو تل د یوه روغتون د جوړېدو وړاندیز کړی خو دولت یې دې غوښتنې ته پاملرنه نه ده کړې.))

 د ناوه مېش ولسوالۍ اوسېدونکې طاهرې «مستعار نوم» وویل: ((ناوه مېش نسبي امنیت لري خو دولت یې د روغتیايي ستونزو د حل لپاره پاملرنه نه کوي.))

د هغه په خبره، په روغتیايي مرکزونو کې د ښځینه ډاکترانو نه شتون بله هغه ستونزه ده چې له امله یې ښځینه ناروغان نارینه ډاکترانو ته انتقال شي او زیاتره کورنۍ لېواله دي چې ښځې په کورونو کې زېږون وکړي.

نوموړي زیاته کړه، د دویم ځلي حاملګۍ د ستونزو په اړه د معلوماتو د نه لرلو له امله په ځينو مواردو کې ښځې په کورونو او روغتیايي مرکز ته د انتقال پر لار ژوند له لاسه ورکوي.

په همدې حال کې د ناوه مېش ولسوالۍ سرپرست حاجي حقپال خان حقمل په روغتیايي برخه کې ستونزې مني او وايي، پر روغتیايي برخه سربېره په نورو برخو کې هم ستونزې موجودې دي او د حل لپاره یې د اجرااتو غوښتنه کړې خو تر اوسه یې ځواب نه دی ترلاسه کړی.

هغه زیاته کړه: ((موږ څو ځکه د عامې روغتیا ریاست او ولایت مقام ته وړاندیز کړی خو ولایت مقام په راتلونکو کلونو کې ورسره د همکارۍ ژمنه کړې ده.))

د دایکنډي ولایت مدني فعال محمد دانش وویل: ((له بده مرغه په دې دواړو ولسوالیو کې روغتیايي ستونزې ډېرې زیاتې دي او اوسېدونکي یې د روغتیا او پوهنې په برخو کې کم امکانات هم نه لري.))

د دایکنډي د ولایتي شورا رییسې شیما رستمیان هم پژواک ته وویل: ((که څه هم په دغه ولایت کې په مختلفو برخو کې ستونزې موجودې دي خو دا چې روغتیايي برخه د انسان له ژوند سره تړاو لري تر نورو برخو ډېره احاسېږي.))

په ورته وخت کې د دایکنډي د عامې روغتیا رییس اسحاق علي درمان وویل: ((د ناوه مېش او پاتو ولسوالیو اوسېدونکي روغتیايي خدمتون ته لاس رسۍ نه لري، خو له بده مرغه په دې برخه کې ځکه ډېر کم کار ترسره شوی چې دې برخه کې عامه پوهاوی کم دی.))

هغه وویل: ((د په یادو دوو ولسوالیو کې د ناروغانو د بستر خدمتونه نشته خو روغتیايي خدمتونه ترسره کېږي.))

نوموړي زیاته کړه، په پاتو ولسوالۍ کې څلور روغتیايي مرکزونه او یو د مبایل له لارې د روغتیايي مشورې ټېم او په ناوه مېش ولسوالۍ کې درې روغتیايي مرکزونه او یو د موبایل له لارې د روغتايي مشورې ټېم موجود دی.))

هغه روښانه کړه چې د راتلونکي کال لپاره په پام کې لري چې د روغتیايي مرکزونو د زیاتېدو او په یادو دوو ولسوالیو کې د کلینیکونو د فعالولو له لارې روغتیايي خدمتونه ښه او معیاري کړي څو د خلکو د رضایت تر څنګ د میندو او نوو زېږېدولو ماشومانو د مړینې مخنیوی وکړي.

په ورته وخت کې د دایکنډي والي سید اعلی رحمتي پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغه ولایت په ټولو ولسوالیو کې روغتیايي ستونزې موجودې دي او د ناوه مېش او پاتو ولسوالۍ به په راتلونکو دوو کلونو کې د روغتیا په برخه کې شته ستونزې ونه لري.

د هغه په خبره، په داسې حال کې چې د دایکنډي نفوس نږدې ۷۰۰ زره کسانو ته رسېږي خو ددغه ولایت لپاره د عامې روغتیا وزارت په پلان کې د ۵۰۰ زره کسانو لپاره روغتیايي خدمات په پام کې نیول شوي.

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.