ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د زرمت اوسېدونکي: ناکره نظامي عمليات دې بند شي

د زرمت اوسېدونکي: ناکره نظامي عمليات دې بند شي

author avatar
20 Mar 2019 - 19:23
د زرمت اوسېدونکي: ناکره نظامي عمليات دې بند شي
author avatar
20 Mar 2019 - 19:23

ګردېز (پژواک،٢٩ کب ٩٧): د پکتيا ولايت د زرمت ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې په دې ولسوالۍ په تېرو شاوخوا درې مياشتو کې څو ځله د ګډو داخلي او بهرنيو ځواکونو په هوايي او ځمکنيو بريدونو کې ګڼ شمېر ملکي وګړي وژل شوي او ټپيان دي.

دوی د دا ډول ناکره نظامي عملياتو د بندېدو غوښتنه کوي او وايي چې ورته عمليات ډېری وخت د بهرنيو ځواکونو او يا د هغوی د اړوندو ځينو نظامي قطعاتو له خوا تر سره کېږي.

د يادې ولسوالۍ قومي مشر معلم تيمور نيوکه کوي چې له پوښتنې او څېړنې پرته د ملکي خلکو وژل د صحرايي محاکمې په څېر او د ټولو بشري اصولو خلاف کار دی.

تيمور وايي: ((د دولت له خوا ځينې وخت دا اعلان کېږي چې دا صحرايي محکمه ده، صحرايي محکمه موږ هم غندو. دلته خو څارنوالي ده، قضا ده، بنديخانه ده. که څوک مجرم وي، را ودې يې نيسي، په بنديخانه کې دې يې واچوي، د پنځه کلونو پر ځای دې شل کاله قيد ورکړي، اما په بستره کې يې د پلار، مور او خور پر وړاندې څنګه وژنې؟!))

حاجي عبدالله وايي، څو ځله اړوندو ولایتي او مرکزي دولتي ادارو ته ورغلي او د بې ګناه خلکو د وژلو کېدو مسئله يې ور سره شريکه کړې، خو په خبره يې تر اوسه ور سره د دا ډول عملياتو د نه تکرار يواځې ژمنې شوې دي.

نوموړي وويل چې خلک له دې حالت څخه ډېر په تنګ شوي او ماشومانو او مېرمنو ته ډېرې عصبي او روحي ستونزې پيدا شوې دي.

ده زياته کړه: ((راشه ګناهګار او بې ګناه راکې معلوم کړه، ته راځې، له لبه دې شروع راباندې کړې ده مسلمانان وژنې، ولې يې وژنې؟ په کوم سبب يې وژنې؟ کومه ګناه په کې ده؟ دواړه د خارجيانو ګوډاګيان يئ، که طالب ده، که ته يې؟ دا زموږ حال دی، د خدای لپاره کوټې مې له وينو ډکې دي، هغه خلک وژني چې د سهار او ماښام په سوال پيدا کوي.))

مدني فعال داوود ناصري وايي، څو ځله يې امنيتي ادارو ته ويلي چې د وژل شويو کسانو وسله وال مخالفت او جرم دې ثابت کړي، خو په خبره يې تر اوسه هېڅ ادارې ورته داسې اسناد نه دي ښودلي.

دى زياتوي: ((که زموږ دا بې ګناه وژل شوي خلک مجرمان وي، نو دوی دې موږ ته ثبوت واچوي. زموږ دا مشران وزارت دفاع، وزارت داخله او ملي امنيت رياست پورې تللي، خو هېڅ ثبوت يې نه دی راته اچولی، چې دوی طالبان يا مجرمين دي. موږ د خپلو وژل شويو خلکو لپاره عدالت غواړو.))

د زرمت د ځوانانو شورا مشر محمد نعيم نوري وايي چې په تېرو څو مياشتو کې په يادو هوايي او ځمکنيو عملياتو کې د زده کوونکو، محصلينو، ماشومانو او مشرانو په ګډون له پنځوس ډېر ملکي کسان وژل شوي او ټپيان دي.

ده وويل: ((د زرمت د ځوانانو ټولنه د اخري ځل لپاره په دولت غږ کوي، چې نور دې په زرمت کې داسې شپني عمليات او ړندې بمبارۍ ودروي، نور دا موږ ته د زغملو نه ده. که دا کار ونه شي، زرمتيان به د سلګونه په تعداد د ارګ مخې ته مظاهره وکړي.))

د پکتيا والي شميم خان کټوازی بيا وايي چې افغان امنيتي ځواکونه د خلکو د ساتنې دنده لري او دوی هېڅکله د داسې عملياتو لارښوونه نه ده کړې.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.