ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د فرانسې سفير افغانستان کې روانه جګړه تباه کوونکې وبلله

د فرانسې سفير افغانستان کې روانه جګړه تباه کوونکې وبلله

author avatar
20 Mar 2019 - 17:02
د فرانسې سفير افغانستان کې روانه جګړه تباه کوونکې وبلله
author avatar
20 Mar 2019 - 17:02

کابل (پژواک، ٢٩ کب ٩٧): په کابل کې د فرانسې سفير په افغانستان کې روانه جګړه تباه کوونکې وبلله او ويې ويل چې افغانان باید په خپلو منځونو کې ګډ تفاهم ته ورسېږي.

د فرانسې نوي سفير داوید مارتینون دغه خبرې د اجرايیه ریاست له لومړي مرستيال سره په کتنه کې کړې دي.

د اجراييه رياست د لومړي معاونيت له دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دغه لیدنه کې چې د کب په ۲۹مه د وزیرانو شورا په مرمرینه ماڼۍ کې تر سره شوه، په دوه اړخیزو، اقتصادي، سیاسي اړیکو، راتلونکو ټاکنو او همدارنګه د سولې په روانو هڅو خبرې وشوې.

سرچينه زياتوي، د فرانسې سفير په هېواد کې روانه جګړه تباه کوونکې وبلله او زیاته یې کړه چې افغانان باید په خپلو منځونو کې یو ګډ تفاهم ته ورسېږي او ډاډ یې ورکړ چې فرانسه په افغانستان کې د یوه سوله ييز حل او بين الافغاني سولې ملاتړې ده.

نوموړي راتلونکو ټاکنو ته په اشارې سره وویل چې ټاکنې د ولسواکۍ یو مهم رکن دی او باید ټاکنې په خپل وخت تر سره شي، ترڅو د افغانانو په خوښه حکومت رامنځ ته شي.

د اجرايیه ریاست لومړي مرستيال په دې کتنه کې په رڼو ټاکنو او د هېواد د روانې جګړې په بین الافغاني تفاهم ټینګار وکړ.

ده وويل: "د ملي یووالي حکومت رڼو او شفافو ټاکنو ته ژمن دى چې په دغې برخه کې یې د پام وړ کارونه کړي او د جګړې د پای ته رسولو لپاره موږ تل په بین الافغاني خبرو ټینګار کړی او یو ځل بیا وایو چې د دغې جګړې حل یواځې او یواځې افغاني تفاهم دی او بس."  

نوموړي هيله وښوده چې د فرانسې د نوي سفير په راتګ سره به د فرانسې او افغانستان اړیکې او دوه اړخیزې همکارۍ لا پراخې شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.