ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د لغمان د ولسوالیو روغتيايي مرکزونه له تېرې يوې اوونۍ تړل شوي

author avatar
20 Mar 2019 - 19:25
author avatar
20 Mar 2019 - 19:25

جلال اباد (پژواک، ۲۹ کب ۹۷): د لغمان چارواکي وايي، طالبانو له تېرې يوې اوونۍ راهيسې د دغه ولايت د ټولو ولسواليو روغتيايي مرکزونه تړلي او په دې تړاو خبرې روانې دي چې ستونزه هواره شي.

خلک وايي، د کلينيکونو د تړل کېدو له امله له روغتیايي پلوه له سختو ستونزو سره مخامخ دي.

د لغمان د عامې روغتیا ریاست مرستیال ډاکټر محمد اصف ساپي  پژواک ته وویل چې له یوې اوونۍ واوښتل خو لا یې هم روغتیايي مرکزونه تړلي پاتې دي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، دا کار طالبانو کړی او دوی يې د بېرته خلاصېدو هلې ځلې پيل کړې دي.

هغه زياته کړه، د تېرې اوونۍ له سه شنبې ورځې راهیسې په ولسوالیو کې روغتیايي خدمات بند دي، قومي مشران، دیني عالمان او مدني ټولنې  او د روغتیايی شورا غړي په دې هڅه  کې دي چې دغه مشکل حل  شي.

ځايي خلک وايي، د روغتیايي خدماتو د بندېدو لامل دا دى چې د هلت نیټ موسسې خدمات ځینو ځايي خلکو او طالبانو ته د منلو نه دي، د کارکوونکو معاشونه یې کم کړي او د پخوا په شان امکانات نه ورکوي.

د لغمان د اليشنګ ولسوالۍ اوسېدونکي اول ګل پژواک ته وويل، مخکې د سویډن موسسې روغتیايي خدمات وړاندې کول، دا درې میاشتې کېږي چې هلت نیټ موسسې ته یې ورکړي دي، کارکوونکو ته یې معاشونه هم نه دي ورکړي او خدمات یې هم کمزوري دي، نو ځینو خلکو خو طالبانو ته مراجعه وکړه او هغوی کلينيکونه بند کړل.

یوه حکومتي چارواکي د نوم نه اخيستو په شرط ومنله چې ولسي خلک د هلت نیټ په نوم قراردادي موسسې له چارو خوښ نه دي، ځکه نو په ځینو سیمو کې ولس او ډېرو منطقو کې طالبانو احتجاجاً په روغتیايي خدماتو بندیز لګولی دی.

د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزي پژواک ته وويل، روغتیايي خدمات بند دي، خو د بېرته خلاصېدو په اړه  یې اقداماتو کې پرمختګ شوی دی.

نوموړي زياته کړه، له کومې ورځې چې دغه ستونزه را پیدا شوې ده، ولایتي ادارې هڅې پیل کړې دي، له قومي خلکو، موسسې او دیني عالمانو سره والي او نور چارواکي غږېدلي چې څومره ژر کېږي دغه مشکل حل شي.

هغه وايي د هلت نیټ موسسې له مسوولینو سره غږېدلي او ډاډ ورکړل شوی چې خپل خدمات  او امکانات به زیاتوي.

پژواک هڅه وکړه، چې په دې اړه د طالبانو د وياند ذبيح الله مجاهد نظر هم واخلي، خو په دغه چاره بريالى نه شو.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.