ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار د پوهنې رييس پر فساد تورن دی؛ خو هغه يې د ځان پر وړاندې دسيسه ګڼي

د ننګرهار د پوهنې رييس پر فساد تورن دی؛ خو هغه يې د ځان پر وړاندې دسيسه ګڼي

author avatar
20 Mar 2019 - 11:43
د ننګرهار د پوهنې رييس پر فساد تورن دی؛ خو هغه يې د ځان پر وړاندې دسيسه ګڼي
author avatar
20 Mar 2019 - 11:43

جلال اباد (پژواک، ٢٩ کب ۹۷): پژواک اسناد ترلاسه کړي چې د ننګرهار د پوهنې رييس په ١١ مواردو کې پر مالي او اداري فساد تورن دی، خو نوموړى دا د ځان پر وړاندې دسيسه بولي.

د پوهنې رييس حسيب شينوارى پر دې تورن دی چې د رياست اړوند ډېری تړونونه په نا قانونه ډول يوازې له يوه شرکت سره کوي چې دغه کار خپله فساد ته زمينه برابروي.

د پوهنې د رييس له لوري په اسنادو کې د جعل او تقلب له امله د نږدې لس ميليونه افغانۍ يوه پروژه هم له ننګرهار ولايت څخه مسترد شوې او پيسې يې بېرته وزارت ته لېږدول شوې دي.

که څه هم د ننګرهار د پوهنې رييس دا هر څه د خپل ځان په اړه دسيسه يادوي، خو د پوهنې وزارت تاييدوي چې يو پلاوی يې د ننګرهار د پوهنې رياست ته د څېړنو لپاره لېږل شوى و.

د پوهنې پر رييس د ۲۰،۳ ميليونه افغانيو د فساد اسناد

د پوهنې وزارت يوه پلاوي د ننګرهار پوهنې د رييس حسيب الله شينواري د مالي او اداري فساد او تحصيلي اسنادو په اړه څېړنه کړې چې پايله يې له اړوند وزارت سره شريکه شوې ده.

په دغو څېړنو او اسنادو کې چې کاپي يې پژواک ترلاسه کړې، جوته شوې، يوه پروژه چې بايد د تدارکاتو کمېسيون له خوا تاييد او ازاد رقابت ته وړاندې شوې وای، خو د قانون له مخې د رييسانو له صلاحيتونو په ګټې اخيستنې يې يوه پروژه څو ځايه تر پنځه سوه زره لږو افغانيو باندې وېشلې ده.

په دغو قراردادونو کې يو هم د پوهنې د رييس د دولتي کور بيارغونه ده چې ټولې پرې ٩٩٥زره او ۱۵ افغانۍ لګښت راځي، خو د دې لپاره چې د رييس په لاسليک پيسې له بانکه راووځي، په دوو بېلابېلو قراردادونو کې يې په يو نمبر مکتوب د نېټې په بدلون سره په دوو چکونو پيسې را ايستلې او يوه پروژه يې دوه ځايه قرارداد ته ورکړې چې قرارداد هم د خواجه محمد الياس په نوم له يوه ساختماني شرکت سره شوی دی.

دغه راز په لاسته راغلو اسنادو کې څرګندېږي چې د ۱۳ ښوونځيو د ترميم او بيارغونې يوه لويه پروژه چې مجموعي لګښت يې ۴ میليونه، ۶۴۸زره او ۹۱۰ افغانۍ کېږي، خو د دې لپاره چې له اعلانه پاتې شي، په ۱۳ وړو پروژو وېشل شوې او د خپلې خوښې په نرخونو شرکتونو ته په قرارداد ورکړل شوي.

دغه اسناد په ډاګه کوي چې د پوهنې رياست د زرهې دروازې او يوه تالار قرارداد چې د څلور ميليونه او ۷۹۹زره افغانيو باندې د خواجه محمد الیاس په نوم له شرکت سره شوی او په قرارداد کې يادونه هم شوې، که له ټاکلې مودې تېرېږي، شرکت بايد هره ورځ (۰۰،۰۵) سلنه جريمه ورکړي. ټاکلې موده تېره شوې خو بيا هم شرکت نه دی جريمه شوی او دغه راز د تدارکاتو د قانون خلاف شرکت ته د کار له سلنې ډېرې پيسې ورکړل شوې دي.

د قانون له مخې، د ترميماتو او د ساختماني کارونو اړوند مجموعي پيسې د کار تر پوره کېدو وروسته چې د کار تسليمېدل ترې موخه ده، ورکول کېږي او يا هم د کار سلنې ته په کتو په قسط وار ډول ورکول کېږي.

دغه راز د پوهنې رييس ۹۲زره او ۷۵۰ افغانۍ د وزارت د پلاوي لپاره د کرايې او سفريې لپاره د دولت له بودجې د مېلمستيا په نوم را ایستلې دي.

د پوهنې د رييس په لاسليک د هغه د معرفت غونډې لپاره هم له بانکه ۸۹زره او ۵۵۰ افغانۍ را ايستل شوې چې د قانون له مخې د معرفت غونډې لپاره هېڅ بودجه موجوده نه ده.

دغه شان د خواجه محمد الياس له لوجستکي شرکت سره د ۹ميليونه، ۷۵۳زره او ۵۰۰ افغانيو په ارزښت د ننګرهار پوهنې رياست لپاره د خېمو پېرلو قرارداد شوی و چې په اسنادو کې د لاسوهنې، قلم خوردګۍ، جعل او تقلب له امله ياد قرارداد د وزارت له لوري فسخه او پيسې بېرته وزارت ته انتقال شوې دي.

د پوهنې د رييس په اړه دغه اسناد هم شته چې هغه د پوهنې رياست له اړوند موټر څخه شخصي استفاده کوي، نمبر پلېټ يې په خپل شخصي زره موټر نصب کړی دی.

د اسنادو له مخې، د پوهنې رييس په سره رود ولسوالۍ کې د يوې قضيې تر رامنځته کېدو وروسته د قانون خلاف مداخله کړې او د تفتيش پرېکړې ته له ارزښت ورکولو پرته يې متخلف بښلی دی.

په تحصيلي اسنادو کې جعل

پژواک اژانس ځيني نور اسناد هم ترلاسه کړي چې د ننګرهار د پوهنې رييس د تحصيل په تړاو دي. نوموړي ولسمشر ته د مرکې پر مهال ځان ماسټر معرفي کړی، خو هغه يوازې د ښوونې او روزنې له پوهنتون څخه د ليسانس سند لري.

د پوهنې وزارت د ۲۰۵۹ ګڼې مکتوب پر بنسټ چې د ۱۳۹۷ کال د لومړۍ مياشتې په ۲۹مه نېټه صادر شوی، د احمد تميم عزيزي او سليمان صالحي په نومونو دوه کسان موظف شوي چې د ننګرهار د پوهنې رييس د تحصيلي اسنادو په تړاو څېړنه وکړي.

د دوی څېړنو جوته کړې چې حسيب الله شینواری د پوهنې وزارت د سرپرست محمد ابراهيم شينواري له لوري ولسمشر ته ماسټر معرفي شوی او هغه هم انټرويو کې ځان ماسټر ياد کړى، خو نوموړي په کابل کې د يومف په نوم پوهنتون کې د ماسټرۍ برنامۍ د درېيم سمسټر محصل و چې ياده برنامه د وزارت له لوري لغوه شوې ده.

د پوهنې رييس دغه اسناد د ځان پر وړاندې دسيسه ګڼي

د ننګرهار د پوهنې رييس حسيب الله شينواری بيا دا هر څه د خپل ځان په اړه دسيسه يادوي.

نوموړی وايي، د رييس لپاره د دولتي کور قرارداد يې ځکه دوه برخې کړی چې لومړی د کور لږې برخې ترميم ته اړتيا درلوده خو وروسته ځينو نورو برخو کې هم د بيارغونې ته اړتيا پيدا شوه.

هغه پژواک اژانس ته له يوه شرکت سره د څو قراردادونو په تړاو وويل: “موږ اوس ازاد رقابت له لارې قراردادونه کوو، کله چې د هر چا نرخ ارزانه وي، نو قرارداد له هماغه شرکت سره کېږي نو ښايي دغه شرکت ځکه ډېر قراردادونه ولري چې نرخ به يې ارزان وي.”

د پوهنې رييس وايي، د پوهنې وزارت د يو پلاوي او د ده د معرفۍ د غونډې لپاره د پيسو پلان تر ده وړاندې د رياست سرپرست له خوا جوړ شوی و او يوازې د ده په لاسليک راوتلې دي.

د شينواري په وينا، د نږدې لس ميليونه افغانيو په ارزښت د خېمو پېرلو قرارداد د اختلاس نه، بلکې پر وخت د دغه قرارداد د نه اعلان له امله مسترد شوی دی.

دی وايي، د ۱۳ ښوونځيو د ترميم قراردادونه هم ځکه بېل شوي چې موقعيتونه يې بېلابېل وو، خو له دې وروسته يې پلان جوړ کړی چې د هرې ولسوالۍ د ټولو ښوونځيو قرارداد به يوځای کېږي.

نوموړي د خپل تحصيل په اړه وضاحت ورکړل: “زه د ليسانس اسناد لرم، امتيازات د ليسانس اخلم، دا چې د وزارت له لوري ماسټرۍ ته معرفي شوی يم، زما تېروتنه نه ده.”

د ولايتي شورا غړي د دې قضيې د تحقيق غوښته کوي

د ننګرهار د ولايتي شورا غړي که څه هم د دې موضوع په اړه د ورته اسنادو درلودو خبره کوي خو ټينګار کوي چې حکومت دې يو ځل بيا د دې موضوع څېړنه وکړي.

د شورا منشي حميرا رفيع غوښتنه کوي چې حکومت او په ځانګړې توګه د پوهنې وزارت دې موضوع ته يو ځانګړی پلاوی وټاکي او دقيقه څېړنه يې وکړي.

هغې وويل، که د معارف په څېر د يوې ادارې په سر کې داسې يو شخص چې پر هغه د فساد تورونه وي، موجود وي، نو د پوهنې بهیر باندې ډېر اغېز کولی شي.

د ولايتي شورا غړی اسرارالله مراد وايي، دوی ته هم داسې اسناد په لاس ورغلي چې ښايي د ننګرهار د پوهنې رييس ځينو پروژو کې غبن کړی وي.

دی وايي، دوی په دې اړه څېړنې کوي چې دا اسناد څومره کره دي، خو وايي فساد که يوه افغانۍ هم وي، بايد حکومت يې په اړه پلټنه وکړي او مفسد چارواکي د قانون منګولو ته وسپاري.

مدني ټولنې يې د پوهنې پر وړاندې ګواښ ګڼي

په ننګرهار کې د مدني ټولنو د همغږۍ مرکز مشر عبداللطيف واحدي له پژواک سره په مرکه کې اندېښنه وښوده چې څو ځلې يې ولايت مقام ته د پوهنې د رييس په اړه اسناد په لاس ورکړي، خو اقدام يې نه دی کړی.

نوموړی وايي، دا د پوهنې پر وړاندې لوی ګواښ دی چې د ادارې رييس يې پر فساد تورن دی او وايي له داسې رييسانو د نورو د فساد د مخنيوي تمه هم نه شي کېدای.

دغه راز مدني فعاله هيلۍ اسد وايي، د پوهنې اداره بايد لکه د خپل نوم په څېر له فساده پاکه وي او حکومت هم بايد پرې د ډېر نظارت په درلودو په دې اداره کې د فساد مخه ونيسي.

نوموړې که څه هم د پوهنې د رييس په اړه د دغو تازه اسنادو په تړاو معلومات نه لري، خو غوښتنه کوي چې حکومت دې د دغه کار د سپيناوي لپاره يوه پلاوي ته د څېړنې دنده ورکړي.

 پوهنې وزارت د ننګرهار د پوهني رييس په اړه څېړنې تاييدوي

د پوهنې وزارت مني چې د ننګرهار د پوهنې رييس حسيب الله شينواري د فساد او نورو نا قانونيو په اړه يو پلاوی لېږلی و.

د دغه وزارت وياندې نوريې نزهت پژواک اژانس ته وويل، يو پلاوى څه موده وړاندې ننګرهار ته د پوهنې رييس د څېړنو لپاره تللی و، خو دغه پلاوي له وزارت سره تر اوسه خپل نظر نه دی شريک کړی.

هغې زياته کړه: “موږ يو پلاوی ننګرهار ته لېږلی و، هغوی خپله څېړنه کړې، تر هغه وخته چې هغوی موږ ته خپل راپور وړاندې نه کړي، موږ په دې اړه يوازې همدا ويلای شو چې هيئت تللی نور جزئيات نه شو شريکولی.”

د وزارت وياندې دا هم وويل چې موضوع اوس مهال په وزارت کې تر څېړنو لاندې ده او جزئيات به يې وروسته په ډاګه شي.

د ننګرهار ولايتي اداره که څه هم د دې موضوع په اړه ډېر وضاحت نه ورکوي، خو وايي، د هرې ادارې د رييس او مامورينو په اړه که ورته کره اسناد وړاندې شي، عدلي او قضايي ارګانونو ته به معرفي شي.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي له پژواک سره په خبرو کې په دې اړه له ډېرو خبرو کولو ډډه وکړه.

پژواک هڅه وکړه چې په دې اړه د پوهنې وزارت د هغه پلاوي د غړو نظرونه هم ولري چې د پوهنې د رييس په اړه يې معلومات راټول کړي، خو د وزارت د لايحې له مخې د تفتيش د پلاوي غړي له رسنيو سره د خبرو کولو حق نه لري.

Visits: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.