مزارشريف (پژواک، ۲۹ کب ۹۷): د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د حضرت علي روضې ته ورغلې سړکونه وتړل شول.
ټاکل شوې ده چې سبا د وري يا حمل په لومړۍ ورځ به نوروز جشن د حضرت علي (رض) په روضه کې د جنډې په پورته کولو پيل شي.
د بلخ ملکي او امنيتي چارواکي وايي چې يادو مراسمو لپاره پوره چمتووالی نيول شوی دی.
د شاهين قول اردو مرستيال بريد جنرال ادم خان متين وايي چې د نوروز جشن مراسمو لپاره يې کلک امنيتي تدابير نيولي دي.
هغه د کب په ٢٩مه پژواک اژانس ته وويل، له تېرو څو ورځو راهيسې د نوروز جشن او جنډې پورته کولو مراسمو لپاره د بلخ ټول امنيتي منسوبين په همغږۍ سره پر امنيتي چارو بوخت دي.
په ورته وخت کې يوې معتبرې سرچينې پژواک ته وويل، چې د نوروز کې ګډون لپاره به ولسمشر غني هم سبا مزارشريف ته راشي.
سرچينه زياتوي چې په همدې موخه له تېرو کلونو زيات تياری نيول شوی دی.
د بلخ د اطلاعاتو او کلتور رييس صالح محمد خليق پژواک ته وويل چې تمه ده سږ کال به د نوروز مراسمو کې شاوخوا يو ميليون کسان ګډون وکړي.
خليق زياته کړه چې د ياد جشن ښه ترسره کېدو په موخه يې بيلابيل هنري او فرهنګي پروګرامونه هم تر لاس لاندې نيولي دي.
په ورته وخت کې د نوروز جشن ته له نورو ولايتونو څخه راغلي مېلمانه هم د مزار ښار له امنيتي چمتووالي څخه خوشاله دي.
نوروز مېلې ته له کابل څخه راغلی سيف الدين پژواک ته وايي چې تېره ورځ مزار ته راغلی او په لاره کې د امنيتي ځواکونو څار ډاډه کړ چې امنيتي وضعيت به ښه وي.
نوموړي هيله وکړه چې راتلونکی کال دې د سولې او ټيکاو کال شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن