ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

راشد خان په افغانستان کې د يونيسف د ښه نيت سفير وټاکل شو

راشد خان په افغانستان کې د يونيسف د ښه نيت سفير وټاکل شو

author avatar
20 Mar 2019 - 16:35
راشد خان په افغانستان کې د يونيسف د ښه نيت سفير وټاکل شو
author avatar
20 Mar 2019 - 16:35

کابل (پژواک، ٢٩ کب ٩٧): د افغان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ غړی راشد خان په افغانستان کې د يونيسف ادارې له خوا د دې ادارې د ملي سفير په توګه وټاکل شو.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق يونیسف د کب په ٢٩مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې ويلي چې راشد خان په هېواد کې د تعلیم په تېره بیا د نجونو د زده کړو د غوړېدا په اړه له دې ادارې سره ډېره مرسته کړې ده.

ملي لوبغاړی راشد خان وايي، خوښ دی چې دې برخې ته ټاکل شوی او تر وروستي حده به هڅه وکړي چې په هېواد کې د ماشومانو د حقونو په تېره بيا زده کړو په اړه هڅه او کمپاین وکړي.

هغه زياته کړې، د ماشومانو د ژوند ښه کولو ته کار کول يې تل ارمان دی او په دې اړه به خپلې ټولې هڅې په لار واچوي.

یونیسف هر کال د خپلو چارو د ښه کېدو او د هغو لپاره د خلکو د هڅونې په موخه یو سفیر اعلانوي چې سږ کال يې راشد خان غوره کړ.

راشد خان ۲۰ کلن افغان لوبغاړی دی چې د خپلو ښو لوبو له امله يې په کور دننه او په نړيواله کچه ښه نوم او وياړ ګټلی دی.

هغه په شل اووريزو نړيوالو او يو ورځنيو پنځوس اووريزو لوبو کې لومړى مقام لري او څو ورځې مخکې د ايرلينډ پر وړاندې په ټسټ لوبه کې هم ښه وځلېد.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.