ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

طالبانو په بادغيس کې د ملي اردو نيولي ٥٨ سرتېري خوشي کړي

طالبانو په بادغيس کې د ملي اردو نيولي ٥٨ سرتېري خوشي کړي

author avatar
20 Mar 2019 - 09:43
طالبانو په بادغيس کې د ملي اردو نيولي ٥٨ سرتېري خوشي کړي
author avatar
20 Mar 2019 - 09:43

کابل (پژواک، ٢٩ کب ٩٧): وسله والو طالبانو د بادغيس په جګړه کې د ملي اردو ٥٨ نیولي سرتېري خوشي کړي دي.

له تېرو څو ورځو راهيسې د بادغيس په بالا مرغاب ولسوالۍ کې سختې جګړې وشوې چې له امله يې لسګونو سرتېرو او وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دغه راز لسګونه سرتېري ترکمنستان ته اوښتي وو چې د هغه هېواد له خوا بېرته افغان حکومت ته وسپارل شول.

د طالبانو د وياند ذبيح الله مجاهد له خوا د کب په ٢٩مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نيول شوو ٥٨ سرتېرو ته يې د لارې کرايه هم ورکړې او خپلو کورونو ته يې لېږلي دي.

هغه زياته کړې چې دغه سرتېري يې ځکه خوشي کړي چې خپلې وسلې يې اېښې وې او د دوى پر ضد له جګړې لاس پر سر شوي وو.

په خبرپاڼه کې راغلي، خوشي شوي سرتېرو ژمنه کړې چې بيا به د ملي اردو په ليکو کې جګړه نه کوي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.