جلال اباد (پژواک، ۲۹ کب ۹۷): په ختيځ کې د سرحدي ځواکونو مسوولين وايي، سرتېرو يې د ننګرهار په مومنددرې ولسوالۍ کې څلوېښت د مزايل مرمۍ نيولې دي.
چارواکي وايي، يادې مرمۍ له پاکستانه افغان خاورې ته را انتقال شوې وې او په تړاو يې درې کسان هم نيول شوي دي.
په ختيځ کې د سرحدي ځواکونو د لومړۍ لوا قوماندان بريد جنرال محمد ايوب حسين خېل د کب په ۲۹مه په همدې موخه د يادې لوا په انګړ کې رسنيو ته معلومات ورکړل.
هغه وويل، د دې لوا اړوند د شپږم کنډک منسوبينو د ننګرهار د مومنددرې ولسوالۍ په مربوطاتو کې په يو ډاډسن موټر کې بار د مزایل څلوېښت مرمۍ نيولې دي.
نوموړی زياتوي، د يادو مرميو د انتقال په تړاو درې کسان نيول شوي چې اوس په سرحدي لوا کې تر نظارت لاندې دي.
حسين خېل وايي، يادې مرمۍ له پاکستانه د تخريبي کړنو په خاطر افغان خاورې ته انتقال شوې وې.
د سرحدي ځواکونو قوماندان ډاډ ورکړ چې د ولسمشر او دفاع وزارت د لارښوونو او امر پر بنسټ يې له دفاعي حالت څخه تعرضي حالت غوره کړی چې له امله يې وسله والو ته درنه مرګ ژوبله اړولې او د ډېرو بريدونو مخه يې هم نيولې ده.
د سرحدي ځواکونو له لوري نيول شوي کسان، مزايل مرمۍ او هغه موټر هم رسنيو ته وښودل شول چې يادې مرمۍ يې په کې نيولې وې.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن