جلال اباد (پژواک، ۲۹ کب ۹۷): په ننګرهار کې يو خصوصي شرکت د دغه ولايت د کانال د پراختيا او بيارغونې لپاره د ۱۱زره نيالګيو لرونکي د زيتون د يو ستر باغ د جوړېدو کار پيل کړ.
چارواکو دغه بڼ د سولې په نوم ونوماوه او هيله يې څرګنده کړه چې د حاصل په رسېدو سره به يې د زيتونو په حاصلاتو کې ډېروالی راشي.
د ننګرهار کانال پروژه څلور لسيزې وړاندې پيل شوې چې له ۱۷۰۰ هکټاره ډېره ځمکه کې يې د زیتونو باغونه رغول شوي، خو تېرو څو لسیزو جګړو يادو باغونو ته زيان رسولی او ډېرې برخې يې له منځه وړل شوې دي.
د کب په ۲۹مه د کريمزي په نوم يو خصوصي شرکت په خپله مرسته د دغو باغونو د يوې برخې د بيارغونې کار پيل کړ او ټاکل شوې د ۱۱۰۰۰ بوټو په نيالولو سره يو غټ باغ جوړ شي.
د ننګرهار والي شاه محمود مېاخېل چې د دغه باغ د کارونو د پيل مراسمو ته ورغلی و، هيله وښوده چې د ياد باغ په رغېدو سره د کانال پروژه بيا پرمختګ وکړي او نور سوداګر هم ورته اقدام ترسره کړي.
دی وايي، د نيالګيو له کرلو د هغه د ساتنې او پالنې موضوع ډېره مهمه ده چې د کانال رياست به خپله برخه کې پوره زيار ګالي؛ خو ولس هم بايد دغې برخې کې همکاري وکړي.
د ننګرهار د کانال رييس پروېز عليشنګي وويل، دغه بڼ په ۱۰۰ جريبه ځمکه کې رغول کېږي او ټولټال به په کې ۱۱۰۰۰ نيالګي کېنول شي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، د ننګرهار کانال ۱۷۲۰ هکتاره ځمکو باندې د زيتونو باغونه موجود دي چې د ډېرو باغونو ځينې برخې يې د جګړو له امله له منځه تللې دي.
د کريمزي شرکت مشر رحمت الله کريمزي وويل، دا يې د هېواد او په ځانګړي توګه د ننګرهار په ابادۍ کې لومړی ګام دی، راتلونکي کې به د کانال د بيارغونې لپاره ځينې نورې برنامې هم ولري.
هغه ډاډ ورکړ چې د سولې په بڼ کې د نيالګيو کرلو سربېره به د هغو ساتنه او پالنه هم کوي.
دا له تېرو څو لسيزو راهيسې لومړی ځل دی چې د ننګرهار کانال د زيتون باغونو کې د نوو نيالګيو کېنولو ګام اخيستل کېږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن