ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارواکي: هلمند کې د طالبانو پر يوه مرکز د بمبار له امله ٩ وسله وال وژل شوي

چارواکي: هلمند کې د طالبانو پر يوه مرکز د بمبار له امله ٩ وسله وال وژل شوي

author avatar
20 Mar 2019 - 17:55
چارواکي: هلمند کې د طالبانو پر يوه مرکز د بمبار له امله ٩ وسله وال وژل شوي
author avatar
20 Mar 2019 - 17:55

لښکرګاه (پژواک، ٢٩ کب ٩٧): د ملي دفاع وزارت وايي، د هلمند په سنګين ولسوالۍ کې د طالبانو پر مرکز بمبار کې ٩ وسله وال وژل شوي، خو طالبان بيا وايي چې بمبار د دوى پر زندان شوى چې په کې بندي عسکر او پوليس هم وژل شوي دي.

د ملي دفاع وزارت وياند ډګروال قيس منګل، پژواک خبري اژانس ته وويل چې هوايي ځواک په سنګين ولسوالۍ کې د طالبانو پر يوه مرکز بمبار کړى چې ٩ طالبان په کې وژل شوي دي.

خو د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي په خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي چې د سنګين په شرافت سيمه کې په هغه زندان باندې بمبار شوى چې یو شمېر نیول شوي عسکر او پولیس او ګڼ شمېر نور جنايي بندیان په کې اوسېدل.

ده زياته کړې چې زندان تر ډېره ویجاړ شوی او لسګونه تنه بندیان په کې له منځه تللي دي.

د هغه په وينا، په دې پېښه کې د زندان درې محافظين هم وژل شوي دي.

له بلې خوا د هلمند ولايت مطبوعاتي دفتر په خپره کړې خبرپاڼه کې راغلي چې نن سهار شاوخوا ۱۱ بجې په سنګين ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفينو پر يوه مهم مرکز هغه مهال هوايي بريد وشو چې د دغې ډلې د ځينو لوړپوړو مشرانو په ګډون هلته يوه غونډه روانه وه.

سرچينه کاږي، دغه هوايي بريد چې د غوڅ ملاتړ ماموريت ځواکونو له خوا شوی، په کې د دښمن ۹ تنه وژل شوي چې درې تنه يې مهم قوماندانان دي.

سرچينه زياتوي، دښمن چې په سنګين ولسوالۍ او نورو سيمو کې سخت ځپل شوی، غواړي د ملکي وګړو د وژنې په نوم بې ځايه تبليغات خپاره کړي او په دې توګه هلته د امنيتي او دفاعي ځواکونو عمليات تر سوال لاندې راولي.

سرچينه وايي: "هغه راپورونه چې ګويا ويل کېږي د طالبانو يو زندان باندې هوايي بريد شوی او په کې ملکي بنديان وژل شوي، په اړه يې تر اوسه معلومات نه دي ترلاسه شوي، خو هڅه کېږي چې د څرنګوالي په اړه يې پلټنه وشي."

د هلمند ولایت مقام په خبرپاڼه کې دغه راز راغلي چې تېره شپه د سنګين ولسوالۍ په يوه بله سيمه کې د ملي امنيت ځانګړو ځواکونو عمليات ترسره کړي چې په ترڅ کې يې د وسله والو يو مهم قوماندان جهاديار ژوندی نيول شوی او بل تن چې عبدالله جان نوميږي او د استخباراتو مسوول و، وژل شوی دی.

خو طالبانو د دغو عملياتو په اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.