ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کرزى : حکومت دې د ښه نيت په موخه د طالبانو بنديان خوشې کړي

کرزى : حکومت دې د ښه نيت په موخه د طالبانو بنديان خوشې کړي

author avatar
20 Mar 2019 - 16:49
کرزى : حکومت دې د ښه نيت په موخه د طالبانو بنديان خوشې کړي
author avatar
20 Mar 2019 - 16:49

کابل (پژواک، ٢٩ کب ٩٧) : پخواني ولسمشر حامد کرزي له حکومته غوښتي دي چې د ښه نيت په موخه  دې د طالبانو بنديان خوشې کړي.

نوموړي دا څرګندونې په داسې حال کې کړې دي چې طالبانو تېره ورځ د بادغيس د بالامرغاب ولسوالۍ جګړه کې نيولي د ملي اردو ٥٨ بنديان خوشې کړل.

حامدکرزي د طالبانو ددې اقدام هرکلى کړى او د طالبانو دغه عمل يې په هېواد کې د سولې لپاره نېک اقدام بللى دى.

هغه د افغانستان له حکومته غوښتي چې په هېواد کې د جنګ د ختمولو، د سرتاسري سولې د تأمین او د افغانستان د خلکو ترمنځ د اتحاد او اتفاق د لا ټینګښت لپاره له بند څخه د طالبانو د بندیانو په ازادولو سره خپل حسن نیت څرګند او د سولې له روانو مذاکراتو ملاتړ وکړي. 

بلخوا طالبانو په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې د پروان ولايت په بګرام زندان کې يو بندي طالب د ناروغۍ له امله مړ شوى دى.

دوى ادعا کړې چې ددغه بندي طالب ناروغي ددرملنې وړ وه، خو حکومتي مسوولينو ناغېړي کړې ده.

حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.