ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کمېسیون: د ولسمشرۍ ټاکنې د راتلونکي کال د تلې په ۶ مه ترسره کېږي

کمېسیون: د ولسمشرۍ ټاکنې د راتلونکي کال د تلې په ۶ مه ترسره کېږي

author avatar
20 Mar 2019 - 19:50
کمېسیون: د ولسمشرۍ ټاکنې د راتلونکي کال د تلې په ۶ مه ترسره کېږي
author avatar
20 Mar 2019 - 19:50

کابل (پژواک، ۲۹ کب ۹۷): د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ۱۳۹۸ کال چنګاښ په ۲۹مې د ټاکنو مهالوېش په غیر عملي کېدو سره اعلان وکړ چې د نوي مهالوېش پر بنسټ او د روڼتیا رامنځ ته کېدو په پار به د ولسمشرۍ ټاکنې د راتلونکي کال د تلې په ۶مه به ترسره شي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشرې حوا علم نورستانۍ، نن په کابل کې په خبري ناسته کې وویل چې د ټاکنو په بهیر کې له ښکېلو غاړو سره له خبرو اترو  او ټاکنو کمېسیون غړو له هوکړې وروسته دې پایلې ته رسېدلي چې د ولسمشرۍ، ولایتي شورا او د غزني د ولسي جرګې ټاکنې د څه باندې دوه میاشتو ځنډ وروسته د ۱۳۹۸ کال د تلې په ۶مه ترسره کړي.

هغې زیاته کړه، کمېسیون د ټاکنو قانون تعدیلاتو د احکامو د مفاداتو د  تطبیق د څرنګوالي، رایو اخیستو او په شفاف او عادلانه ډول د سرتاسري ټاکنو ترسره کولو لپاره روانو حالاتو ته په کتو د بودیجې او شته وړتیاوو په پام کې نیولو سره دې پایلې ته ورسېد.

نوموړې یادونه وکړه، دا چې د ولسمشرۍ، ولایتي شوراګانو او د غزني د ولسي جرګې ټاکنو ترسره کېدا  د ټاکنو د مخکینیو احکامو د مفاداتو له مخې د ټاکنو کمېسیون له لوري اعلان شوي و؛ خو د ټاکنو په قانون کې تعدیلات د دې لامل شول چې د ټاکنو په بهیر کې د روڼټیا او چکټیا اصل په پام کې نیولو سره نوي مسوولیتونه رامنخ ته کړي دي.

نورستانۍ په ډاګه کړه چې د ټاکنیز اعلان شوي مهالوېش ځینې پړاوونه نه دي تطبیق شوي او همداراز د ۱۳۹۷ کال ولسي جرګې ټاکنې له ننګونو او نورو ستونزو سره مخ شوې، په کار ده چې راتلونکو ټاکنو لپاره له چمتووالي سره یوځای هر اړخیز اصلاحات هم رامنځ ته شي.

هغې زیاته کړه، دې موضوعاتو ته پام سره، په ټاکلې نېټه (د چنګاښ ۲۹) د ټاکنو تر سره کېدل امکان نه لري.

هغه وايي: ((د ټاکنو قانون د احکامو د مفاداتو په ځانګړې توګه د ټاکنو قانون د تعدیل د ۱۹مې مادې د احکامو د غوره تطبیق لپاره د ولسمشرۍ، ولایتي شوراګانو او غزني ولایت ولسي جرګې ټاکنې د  روڼتیا او په خوندي ډول د رایه ورکوونکو د نوم لیکنې او تشخیص په خاطر د ۱۳۹۷ کال د تلې په ۶مه ترسره کېږي.))

د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشرې وویل، دا ټاکنې هغه مهال پر ټاکلې نېټه ترسره کېدای نه شي چې اړوندې غاړې په ځانګړې توګه حکومت او نړیواله ټولنه پر ټاکلې نېټه بودیجه د کمېسیون په واک کې ورکړي او پر خپلو قانوني مسوولیتونو عمل وکړي.

نوموړې په پای کې له ټولو شخصیتونو، ملي او نړیوالو بنسټونو او افغان ولس څخه غوښتنه وکړه چې په دې ملي بهیر کې دې خپل قانوني او اخلاقي مسوولیت ترسره کړي او له ټاکنیزو کمېسیونونو دې بشپړ ملاتړ وکړي.

دا چې د ټاکنیزو کمېسیونونو نوو غړو، د پخواني مهالوېش له مخې د ولسمشرۍ ټاکنو عملیاتي بهیر سره په ورته مهال دندې پیل کړې او اوس چې له مخکیني مهالوېش څخه ۲۰ ورځې تېرېږي، د بل مهالوېش جوړېدو لپاره له دې کبله اړتیا وه څو دا بهیر له ستونزو سره مخامخ نه شي.

له بلې خوا د ولسمشر وياند هارون چخانسوري په دې اړه ويلي، د حکومت تمه دا وه چې د مخکيني اعلان شوي مهالوېش له مخې ټاکنې د چنګاښ په ٢٩مه ترسره شي، خو دا چې د ټاکنو د مهالوېش اعلان د ټاکنو خپلواک کميسيون له صلاحيتونو څخه دى، نو د کميسيون استقلاليت ته دوى درنښت لري.

ده زياته کړې، اوس حکومت له ټولو امکاناتو سره د ټاکنو کميسيون سره همکارۍ ته چمتو دى، ترڅو په هېواد کې د رڼو ټاکنو شاهدان و اوسو.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.