ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

​د ګردېز محبس بندیان د قيد د تخفیف په اړه د ولسمشر فرمان عملي کېدل غواړي

​د ګردېز محبس بندیان د قيد د تخفیف په اړه د ولسمشر فرمان عملي کېدل غواړي

author avatar
20 Mar 2019 - 16:28
​د ګردېز محبس بندیان د قيد د تخفیف په اړه د ولسمشر فرمان عملي کېدل غواړي
author avatar
20 Mar 2019 - 16:28

ګردېز (پژواک، ٢٩ کب ٩٧): د ګردېز محبس لسګونه زندانيانو له دې امله د نه خوړو اعتصاب کړی چې په خبره يې د دوی د قيد د تخفيف په اړه د ولسمشر فرمان نه دی عملي شوی.

د زندانيانو په استازيتوب صفت الله د کب په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل، شاوخوا درې نيمې مياشتې کېږي چې ولسمشر اشرف غني د زندانيانو د قيد د تخيفيف په اړه ځانګړی فرمان صادر کړى خو په خبره يې دغه فرمان تر اوسه پر هېڅ زنداني نه دی تطبيق شوی.

نوموړی وايي، وېره لري چې هسې نه دغه فرمان هم د ځينو تېرو هغو په څېر له عملي کېدو پاتې او دوی ورڅخه مستفيد نه شي.

نوموړی وايي: ((۳۳۶ ګڼه فرمان دی، درې مياشتې او يوولس ورځې کېږي چې صادر شوی، تر اوسه څو وارې کمېسيون پرې ناست دی، لويې څارنوالي ته يې ولېږي او بېرته واپس شي؛ څو ځلې مخکې هم فرمانونه راغلي دي، خو تر يو کاله هم ځنډېدلي، هغه بنديان اوس دلته محبس کې دي او هغه فرمان موده پوره شوې.))

دغه راز د سميع الله په نوم بل زنداني د اړوندو ادارو مسوولين په ناغېړي تورنوي او وايي که د دغه فرمان د عملي کېدو لپاره په تېرو شاوخوا درې نيمو مياشتو کې کم کار هم شوې وای، ښايي اوس يې تطبيق پای ته رسېدلی وای.

دی وايي، د دغه فرمان د عملي کېدو په اړه ورسره څو ځلې ژمنې شوې، خو لا هم عملي شوې نه دي.

دی وايي: ((اوس بيا کمېسيون وټاکل شو او ويې ويل چې چټک کار به کوي او په ورځ کې به لس تر پنځلس پورې دوسيې څېړي، د دغه فرمان تقريباً درې نيمې مياشتې ووتې، که په ورځ کې پنځه دوسيې هم څېړل شوې وای، دغه فرمان به اوس تطبيق شوی و، په دومره ورځو کې ولې نه تطبيقېږي؟))

ده وويل چې يو شمېر زندانيانو له وړمې ورځې راهيسې د نه خوړو اعتصاب کړى، خو تېره شپه ناوخته يې پاى ته رسولى دى.

يو شمېر نورو زندانيانو هم ورته څرګندونې وکړې.

د پکتيا مرستيال والي عبدالولي سهي چې د دې ستونزې د حل لپاره محبس ته تللی او له زندانيانو سره يې اوږدې خبرې کړې، وايي چې د ټولو اړوندو عدلي، قضايي او امنيتي ادارو ګډ کمېسيون کار پيل کړ او د زندانيانو د ډاډ لپاره به د هغوی دوه استازي هم د کمېسيون د کار په جريان کې ناست وي.

سهي وويل چې زندانيانو دا ډول کاري جريان ورسره منلی، د نه خوړو اعتصاب يې پای ته رسولی او د هغو کسانو خولې هم خلاصې شوې چې ګنډلې يې وې.

نوموړي وويل: ((دلته سؤ تفاهم منځته راغلی و، په همدې خاطر زموږ يو شمېر زندانيانو وروڼو د اعتراض په شکل خپلې خولې بندې کړې وې او ويل يې چې موږ ډوډۍ نه خورو. د دوی د استازو سره کېناستو او بېل، بېل مو له زندانيانو سره په کوټو کې هم وليدل، د دوی غوښتنې پر ځای غوښتنې وې او موږ په هغه کې له دوی سر ملګرتيا وکړه.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.