د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

حکومت د ۱۳۹۸ کال لپاره د خالد په نوم پوځي عمليات اعلان کړل

حکومت د ۱۳۹۸ کال لپاره د خالد په نوم پوځي عمليات اعلان کړل

Mar 20, 2019 - 17:07

کابل (پژواک، ۲۹ کب ۹۷): د کورنيو چارو وزارت د ۱۳۹۸ کال لپاره د خالد په نوم پوځي عمليات اعلان کړل او ويې ويل، امنيتي ادارو د نوي کال د لومړۍ ورځې د مراسمو لپاره لومړى درجه احضارات اعلان کړي دي.

نن د ۱۳۹۷ کال وروستۍ او سبا د ۱۳۹۸ کال لومړۍ ورځ (نوروز) ده.

د کورنيو چارو وزارت د مطبوعاتي دفتر سرپرست نصرت رحيمي، نن په کابل کې خبريالانو ته وويل: "د نوروز لپاره مو جدي تدابير نيولي او پلانونه طرح شوي چې دغه مراسم په کې تجليلېږي، امنيتي ځواکونه لومړی درجه احضارات اعلان کړي او دغه ځواکونه ملکف شوي چې کلک تدابير ونيسي."

هغه زياته کړه، پوليس، ملي اردو او ملي امنيت ځواکونه له يو بل سره په همغږۍ توظيف شوي دي، څو د نوي کال په لومړۍ ورځ (نوروز) د هېواد په کچه د هرې ناوړه پېښې مخه ونيسي.

نوموړي له خلکو وغوښتل چې له امنيتي ځواکونو سره همکار پاتې شي او له هرې شکمنې کړنې دې افغان ځواکونه خبر کړي.

د نوي کال د لومړۍ ورځې (نوروز) ځانګړي مراسم هر کال په کابل، مزار شريف، هرات، کندهار، جلال‌اباد او د نورو ولايتونو په ښارونو کې نمانځل کېږي او په دې ورځ تر ټولو لوی جشن په مزار شريف کې وي.

امنيتي ځواکونه په داسې حال کې د کلکو امنيتي تدابيرو خبر ورکوي چې تېر کال د کابل ښار د درېيمې امنيتي حوزې اړوند د کارته سخي په سيمه کې چېرته چې د نوروز جشن نمانځل کېږي، ځانمرګى بريد وشو چې ۳۱ کسان په کې ووژل شول او نږدې ۶۵ نور يې ټپيان کړل.

د دغه بريد مسووليت داعش ډلې پر غاړه اخيستی و.

همداراز د کورنيو چارو وزارت د مطبوعاتي دفتر سرپرست وويل چې روان کال يې د وسله والو مخالفينو پر وړاندې تعرضي او تهاجمي عمليات ډېر کړي و، چې له يوې خوا يې مخالفينو ته درنه مرګ ژوبله اړولې او له بلې خوا يې د امنيتي او دفاعي ځواکونو د تلفاتو کچه راټيټه شوې ده.

دی وايي، د روان ۱۳۹۷ کال په اوږدو کې په ټول هېواد کې د وسله وال مخالفينو پر وړاندې نږدې ۶۳۰۰ ګډ عمليات ترسره شوي چې په ترڅ کې يې ۶۵۰ تنه د وسله والو مخالفينو واليان، ولسوالان او مشهور قوماندان وژل شوي دي.

د ده په وينا، په دې موده کې يې ۱۷۵۴ درنې او سپکې وسلې نيولي، ۴۱۵۰ ماينونه يې شنډ کړي او د نږدې ۱۵۷۰۰ جنايي پېښو په تړاو ۲۲۲۰۰ تورن کسان نيول شوي دي.

هغه د جزئيانو له ورکولو پرته وويل چې روان کال د تېر کال په پرتله په کابل ښار کې د جنايي جرمونو ګراف لس سلنه کم شوى او په ټول هېواد کې ۲۵ سلنه د يادو جرمونو ګراف ټيټ شوى دى.

دی وايي، د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې ۳۷۰۰ عملياتو په ترڅ کې يې د نشه يي توکو ۱۴۸ زېرمې او ۴۰ لابراتوارونه له منځه وړل شوي؛ ۶۵۷ ټنه نشه يي توکي نيول شوي او په تړاو يې ۴۲۴۶ تورن کسان نيول شوي دي.

رحيمي زياتوي، د ۱۳۹۸ کال له لومړۍ ورځې د خالد په نوم عمليات پيلوي او په پام کې لري چې پر وسله والو مخالفينو تهاجمي او تعرضي بريدونه لا ډېر کړي.

خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد دې عملياتو ته په غبرګون کې پژواک اژانس ته په رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي چې د خالد په نامه د عملیاتو اعلان یوه نمایشي هڅه ده چې غواړي خپلو عسکرو ته روحیه ورکړي.

ده زياته کړې: "دا عملیات به يې هم هيڅ پرمختګ او عملي لاسته راوړنې ونه لري."

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement