د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د زرمت اوسېدونکي: ناکره نظامي عمليات دې بند شي

د زرمت اوسېدونکي: ناکره نظامي عمليات دې بند شي

Mar 20, 2019 - 19:23

ګردېز (پژواک،٢٩ کب ٩٧): د پکتيا ولايت د زرمت ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې په دې ولسوالۍ په تېرو شاوخوا درې مياشتو کې څو ځله د ګډو داخلي او بهرنيو ځواکونو په هوايي او ځمکنيو بريدونو کې ګڼ شمېر ملکي وګړي وژل شوي او ټپيان دي.

دوی د دا ډول ناکره نظامي عملياتو د بندېدو غوښتنه کوي او وايي چې ورته عمليات ډېری وخت د بهرنيو ځواکونو او يا د هغوی د اړوندو ځينو نظامي قطعاتو له خوا تر سره کېږي.

د يادې ولسوالۍ قومي مشر معلم تيمور نيوکه کوي چې له پوښتنې او څېړنې پرته د ملکي خلکو وژل د صحرايي محاکمې په څېر او د ټولو بشري اصولو خلاف کار دی.

تيمور وايي: ((د دولت له خوا ځينې وخت دا اعلان کېږي چې دا صحرايي محکمه ده، صحرايي محکمه موږ هم غندو. دلته خو څارنوالي ده، قضا ده، بنديخانه ده. که څوک مجرم وي، را ودې يې نيسي، په بنديخانه کې دې يې واچوي، د پنځه کلونو پر ځای دې شل کاله قيد ورکړي، اما په بستره کې يې د پلار، مور او خور پر وړاندې څنګه وژنې؟!))

حاجي عبدالله وايي، څو ځله اړوندو ولایتي او مرکزي دولتي ادارو ته ورغلي او د بې ګناه خلکو د وژلو کېدو مسئله يې ور سره شريکه کړې، خو په خبره يې تر اوسه ور سره د دا ډول عملياتو د نه تکرار يواځې ژمنې شوې دي.

نوموړي وويل چې خلک له دې حالت څخه ډېر په تنګ شوي او ماشومانو او مېرمنو ته ډېرې عصبي او روحي ستونزې پيدا شوې دي.

ده زياته کړه: ((راشه ګناهګار او بې ګناه راکې معلوم کړه، ته راځې، له لبه دې شروع راباندې کړې ده مسلمانان وژنې، ولې يې وژنې؟ په کوم سبب يې وژنې؟ کومه ګناه په کې ده؟ دواړه د خارجيانو ګوډاګيان يئ، که طالب ده، که ته يې؟ دا زموږ حال دی، د خدای لپاره کوټې مې له وينو ډکې دي، هغه خلک وژني چې د سهار او ماښام په سوال پيدا کوي.))

مدني فعال داوود ناصري وايي، څو ځله يې امنيتي ادارو ته ويلي چې د وژل شويو کسانو وسله وال مخالفت او جرم دې ثابت کړي، خو په خبره يې تر اوسه هېڅ ادارې ورته داسې اسناد نه دي ښودلي.

دى زياتوي: ((که زموږ دا بې ګناه وژل شوي خلک مجرمان وي، نو دوی دې موږ ته ثبوت واچوي. زموږ دا مشران وزارت دفاع، وزارت داخله او ملي امنيت رياست پورې تللي، خو هېڅ ثبوت يې نه دی راته اچولی، چې دوی طالبان يا مجرمين دي. موږ د خپلو وژل شويو خلکو لپاره عدالت غواړو.))

د زرمت د ځوانانو شورا مشر محمد نعيم نوري وايي چې په تېرو څو مياشتو کې په يادو هوايي او ځمکنيو عملياتو کې د زده کوونکو، محصلينو، ماشومانو او مشرانو په ګډون له پنځوس ډېر ملکي کسان وژل شوي او ټپيان دي.

ده وويل: ((د زرمت د ځوانانو ټولنه د اخري ځل لپاره په دولت غږ کوي، چې نور دې په زرمت کې داسې شپني عمليات او ړندې بمبارۍ ودروي، نور دا موږ ته د زغملو نه ده. که دا کار ونه شي، زرمتيان به د سلګونه په تعداد د ارګ مخې ته مظاهره وکړي.))

د پکتيا والي شميم خان کټوازی بيا وايي چې افغان امنيتي ځواکونه د خلکو د ساتنې دنده لري او دوی هېڅکله د داسې عملياتو لارښوونه نه ده کړې.

نوموړي پژواک ته وویل: ((دوه طرفه ادعا ده، خارجيان وايي چې موږ ثبوتونه لرو چې دلته ستونزه موجوده وه، خو ولس ادعا کوي چې نه، زموږ ملکي خلک تلف شوي دي. موږ دا يوه لار لرو چې د هغه لپاره د ولايت د معاون صيب په مشرۍ چې زموږ نظاميان هم په کې دي، يوه باصلاحيته هيئت وټاکو، چې دا موضوع سمه بررسي کړي او معلومه کړي چې ملکيان تلف شوي، ولې تلف شوي؟ او د چا په هدايت تلف شوي دي؟))

ياده دې وي چې تېره اوونۍ هم د بهرنيو ځواکونو د اړوندو ځينو قطعاتو په شپنيو عملياتو کې د يوه پلار او درې زامنو په ګډون څلور تنه وژل شوي وو.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement